د کارکوونکو د ارزونې په موخه سفر

۱۲/۱۱/۱۴۴۴
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د بشري سرچينو رئيس مولوي کریم شا تیلوي د یوه پلاوي په مشرۍ خوست ولایت ته سفر وکړ.
د دغه سفر په ترڅ کې به په یاد ولایت کې د وزارت د اړوند ریاست د مامورينو ارزوونه او له چارو څخه څارنه ترسره شي.
د یادولو وړ ده چې یاد پلاوی به د راتلونکې اوونۍ ترڅ کې لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته هم سفرونه ترسره کړي.