د ټرانسپورت نوی ټاکل شوی مدیر خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

mobta_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۷:۴۲
mobat

دوشنبه/۲۵/شوال المکرم/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د ترانسپورت عمومي مدیر ښاغلی ملا عبدالولي خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په دغه ناسته کې د یاد وزارت بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي، د مالي او حسابي چارو رئیس محمد سلیم ستانیکزی، د استخدام آمر امرالله اوریاخیل او نورو کارکوونکو ګډون کړی وو. په پیل کې د استخدام آمر ښاغلي اوریاخیل د نوي ټاکل شوي عمومي مدیر حکم ګډونوالو ته په لوړ غږ ولوست. وروسته د بشري سرچینو رئیس ښاغلي تیلوي نوی ټاکل شوی عمومي مدیر یو ځیرک، په کار پوه او متدین شخصیت یاد کړ او د پخواني مدیر له ستړیاوو او کارونو څخه یې ستاینه وکړه. هغه وویل: تغیر او تبدیل د ادارتو یو مهم اصل دی، په اسلامي نظام کې یو مسؤلیت په سمه توګه ترسره کول او د ملت خدمت کول یو لوی اجر لري، نوموړي نوي ټاکل شوي عمومي مدیر ته د مبارکي تر څنګ په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه. په پای کې د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلي ستانیکزي د نوي ټاکل شوي عمومي مدیر په مقررۍ خوښي وښوده او له خپلو نورو کارکوونکو څخه یې مننه وکړه چې خپل کارونه په ښه ډول مخ ته وړي. نوموړي نوي ټاکل شوي عمومي مدیر ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د دوعائیې په کولو سره ناسته پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۳۱
Background image

د کندهار او زابل ولايت اړوند د ډيورنډ فرضي کرښې بررسي او څېړنه ترسره شوه

 

شنبه ۱۸ ربيع الثاني ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو رئیس مفتي فیض محمد فیضي د يوه ګډ پلاوي په ملتیا د ۱۴۰۴ هـ ل کال له کلني پلان سره سم د کندهار ولایت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

وحدت در میان ملت و عملی شدن اصول اسلامی شرط های اساسی بقای نظام و پیشرفت کشور می باشد

 

سه شنبه ۱۴ ربيع الثاني ۱۴۴۷

این اظهارات را مسؤلین  امارت اسلامی امروز در جریان یک نشست که تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم  در ولایت فاریاب تحت رهبری مولوی محمد علی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۱۴
Background image

له ولسونو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او هوساینې غونډه ترسره شوه

 

یکشنبه/ ۱۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷
نن غرمه مهال په سمنګان ولایت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په مشرۍ د یوه
. . .

BACK TO NEWS

User account menu