د ټرانسپورت نوی ټاکل شوی مدیر خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

mobta_admin
Tue, May 16 2023 7:42 AM
mobat

دوشنبه/۲۵/شوال المکرم/۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د ترانسپورت عمومي مدیر ښاغلی ملا عبدالولي خپلو کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په دغه ناسته کې د یاد وزارت بشري سرچینو رئیس مولوي کریم شاه تیلوي، د مالي او حسابي چارو رئیس محمد سلیم ستانیکزی، د استخدام آمر امرالله اوریاخیل او نورو کارکوونکو ګډون کړی وو. په پیل کې د استخدام آمر ښاغلي اوریاخیل د نوي ټاکل شوي عمومي مدیر حکم ګډونوالو ته په لوړ غږ ولوست. وروسته د بشري سرچینو رئیس ښاغلي تیلوي نوی ټاکل شوی عمومي مدیر یو ځیرک، په کار پوه او متدین شخصیت یاد کړ او د پخواني مدیر له ستړیاوو او کارونو څخه یې ستاینه وکړه. هغه وویل: تغیر او تبدیل د ادارتو یو مهم اصل دی، په اسلامي نظام کې یو مسؤلیت په سمه توګه ترسره کول او د ملت خدمت کول یو لوی اجر لري، نوموړي نوي ټاکل شوي عمومي مدیر ته د مبارکي تر څنګ په چارو کې د بریا غوښتنه وکړه. په پای کې د مالي او حسابي چارو رئیس ښاغلي ستانیکزي د نوي ټاکل شوي عمومي مدیر په مقررۍ خوښي وښوده او له خپلو نورو کارکوونکو څخه یې مننه وکړه چې خپل کارونه په ښه ډول مخ ته وړي. نوموړي نوي ټاکل شوي عمومي مدیر ته په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او د دوعائیې په کولو سره ناسته پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu