د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معين د راروان کال د پلانونو د پلي کولو په پار د هماهنګۍ ناسته تر سره کړه

mobta_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۳ - ۲۱:۵
mobta

يکشنبه/۱۱/رمضان المبارک

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي چارو معين مولوي عبدالرحمن حقاني د ياد معنيت اړوند د ښوونې او روزنې رئيس مولوي عبدالرحمن رحماني، د تحقيق او مطالعاتو رئيس مولوي هدايت الله حقاني، د پلان او پاليسي رئيس مولوي نيک محمد افغاني، د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت او د وزارت اړوند ليسو او انستيتوت آمرينو سره وکتل. ښاغلي حقاني له رئيسانو او آمرينو څخه د تير کال د فعاليتونو، راتلونکو پلانونو او شته ستونزو په اړه واوريدل او د پلانونو د ښه تطبيق او ستونزو د حللارو په اړه يې نظرونه تبادله کړل. د مسلکي چارو معين ښاغلي حقاني په نوبت سره د ټولو رياستونو او آمريتونو راپورونه او ستونزې واوريدلې او د راتلونکي کال لپاره يې د خوشحال خان، رحمان بابا او پير محمد کاکړ ليسو د برېښنا د پرچاوي ختمول، اوبو رسونې سيستم او ژورو څاګانو جوړول اړين وبلل. دغه راز يې ټينګار وکړ چې پخپلو کې همغږي ولرو او د ستونزو او خنډونو په له منځه وړلو کې د يو بل سره همکاري وکړو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۱۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د دوو کورنیو پخلاینه

چهارشنبه/۷/۱۲/ ۱۴۴۶ د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د یوې مېرمنې د قتل پر سر را پورته شوې شخړه، تېره ورځ د یوې قومي جرګې په ترڅ کې داسې مهال حل شوه.چې د یاد ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۳:۹
Background image

په نورستان ولایت کې د ۵ پراختیایي پروژو چارې پرانستل شوې

سه شنبه/ ١٤٤٦/ ٥/ ذوالحجة د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین، مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د نورستان ولایت کامدیش او برګمټال ولسوالیو په هغو سیمو کې چې د ډیورنډ فرضي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۵۴
Background image

بلخ کې د يوې ۲۵ کلنې شخړې تر څنګ دوې نورې شخړې هم هوارې شوې

 

سه شنبه ۶ ذوالحجه ۱۴۴۶ د بلخ ولايت د سرحدونو، ق.ق چارو رياست رياست د مسؤلينو له لورې درې جلاجلا شخړې حل شوې، چې پکې د دغه ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ شاوخوا ۲۵. . .

BACK TO NEWS

User account menu