بلخ کې د يوې ۲۵ کلنې شخړې تر څنګ دوې نورې شخړې هم هوارې شوې

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۱:۵۴
بلخ کې د يوې ۲۵ کلنې شخړې تر څنګ دوې نورې شخړې هم هوارې شوې

 

سه شنبه ۶ ذوالحجه ۱۴۴۶ د بلخ ولايت د سرحدونو، ق.ق چارو رياست رياست د مسؤلينو له لورې درې جلاجلا شخړې حل شوې، چې پکې د دغه ولايت په چهار بولک ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ شاوخوا ۲۵ کلنه بدي پای ته ورسيده.همدا راز په چمتال ولسوالۍ کې د يوه ترافيکي پيښې له امله راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی و حل او دواړو طرفونو په بښنې کولو سره د خوښۍ ژوند پيل کړ.په ورته مهال د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هم د دوو کورنيو ترمنځ يوه کلنه حقوقي شخړه د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو لخوا حل او ښکېلو لوریو یو بل وبښل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu