په کابل ولایت کې د قومونو د یووالي او همغږۍ غونډه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۸ - ۱۹:۴۸
mobta

یکشنبه ۲۶/شعبان المعظم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کابل د مرکز او ولسوالیو له قومي مشرانو او استازو سره د یووالي او همغږۍ تر عنوان لاندې پراخه ولسي غونډه جوړه کړه. په دغه غونډه کې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د کوچيانو سمون لوی رئيس مولوي ګل زرين کوچي، د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین حيات الله مهاجر فراهي، د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس احمدالله وثیق، د ا.ا نورو مسؤلینو، قومي مشرانو او دینې عالمانو ګډون کړی وو. د غونډې په پیل کې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رئیس مفتي شفيع الله ثاقب ټولو راغلو میلمنو، علماوو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او ټول راغلي ولسونه یې د خپل اسلامي نظام په ساتنه مکلف وبلل. وروسته د سپین ږیرو او علماوو له جملې څو تنو مشرانو د خپلو قومونو په استازیتوب خبرې وکړې، د هیواد آزادي یې یو لوی نعمت یاد کړ، او د اسلامي نظام بريا یې د هیواد پرمختګ او اتحاد پیلامه یاده کړه. هغوی په افغانستان کې امنیت، اقتصاد، د نشه یي توکو په وړاندي مبارزه د اوبو د بندونو جوړېدل، د قیمتي زېرمو د قاچاق مخه نیول د اسلامي امارت لاسته راوړنې یادې کړې او زیاته یې کړه: موږ یوازې خارجي خپلواکي نه ده ګټلې بلکې داخلي خپلواکي مو هم ګټلې ده، له غلو، فسادګرو، زورواکو څخه مو وطن ازاد کړی، اتحاد مو تر منځ شته، یو اسلامي نظام لرو، دلته چې موږ او تاسې متحد یو د نړۍ هره بلا به دلته شنډه وي. دوی ټولو په خپل وار ډاډ څرګند کړ چې د ا.ا.ا سره تر څنګ ولاړ دي او په کلکه یې ملاتړ کوي. ورپسې د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتي معین ښاغلي فراهي غونډې ته وویل:

mobta

قومونه کولای شي چې د يووالي تر چتر لاندي د هېواد د ابادۍ لپاره په ګډه کار وکړي او په سیمه کې د خپل نفوذ په واسطه قومونه اتحاد او یووالي ته راوبولي. ورپسې د کابل والي شیخ خالد غونډې ته په وینا کې وویل:‏ د ا.ا.ا مسؤلین له خپل رعیت او ولس سره له ترحم څخه کار اخلي، نوموړي د امیرالمؤمنین شیخ صاحب عمومي عفوه د ترحم یو مثال وباله زياته يې کړه: لکه څرنګه مو چې دښمن په نظامي ډګر کې مات کړ همداسې به یې په استخباراتي او تبلیغاتي ډګر کې هم ماتوو او له ټولو قومونو څخه مو هیله ده چې په استخباراتي تبلیغاتو تېر نه وځي په خپل نظام باور ولري او ملاتړ یې وکړي. د غونډې په اخیر کې ‏د وزارت مرستیال الحاج ملا عبدالخالق عابد ګډونوالو ته وویل: د یووالي له غونډې څخه مو هدف دا نه دی چې د افغانستان ولسونه متحد نه دي، بلکې هدف مو د ولس ستونزې اورېدل د هغوی ستونزو ته رسېدګي ده، غواړو له ولس سره خواله وکړو او د هغوی حال واخلو، هغه زیاته کړ: ‏موږ پر ولس حاکمان نه بلکې د ولس خادمان یو، ځکه دې ولس زموږ خدمت کړی دی، اوس زموږ نوبت دی چې د ولس خدمت وکړو، د ا.ا.ا ټول مشران د هېواد او ولس بچیان او خدمت ته ژمن خلک دي. غونډه د سرحدي پلټنو د معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۲
Background image

باميان ولايت کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ شخړه حل شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ولايتي اداري په ملتيا د دغه ولايت په پنجاب ولسوالۍ کې د کوچيانو او مېشتو اوسېدونکو ترمنځ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

ارزګان کې د يوې ترافيکي پېښه له امله راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهار شنبه ۱ محرم الحرام ۱۴۴۸

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر ملا عبدالهادي حاجي امين. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۰:۷
Background image

هلمند کې دوه جلاجلا مرګوني شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۳۰ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د هلمند ولايت ناوه ولسوالۍ په ګوهرګين سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د اوبو پر سر را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يوکس وژل شوی او اته نور پکې. . .

BACK TO NEWS

User account menu