د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین د سرپل ولایت له مشرانو سره وکتل
یکشنبه /۵/۸/۱۴۴۴
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین شیخ عبدالرحمن حقاني د سرپل ولایت مرکز له قومي مخورو او علماوو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د کتنې په پیل کې د دوی په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او ویې ویل: دا چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د افغانستان د ټول ملت د کور په شان دی، نو د سرپل د مرکز قومونه د نظام په هره برخه کې ملاتړې دي او په سوله کې ژوند کوي. دوی له یاد وزارت څخه د دغه ولایت د قومونو تر منځ د ځمکې پر سر د جنجال د حل کولو لپاره د یوه باصلاحیته هیئت غوښتنه وکړه چې د دوی تر منځ دا ستونزه ور هواره کړي.
د ناستې په دوام مسلکي معین ښاغلي حقاني دوی ته تر ښه راغلاست ویلو وروسته وویل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د ولس کور دی، موږ تر اوسه د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د قومونو تر منځ شخړي هوارې کړې دي او ستاسي د ستونزې د حل په موخه به موږ خپل تصامیم ونیسو او له اړوندو ارګانونو سره به یې د حل په موخه خبرې وکړو.