د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير نيمروز ولايت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د کمال خان بند څخه ليدنه وکړه.
۱۴/ رجب المرجب
د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري چې مرستيال والي الحاج محمد نبي عثماني او ځينو مسؤلينو يې هم ملتيا کوله د کمال خان بند له تأسيساتو او د اوبو د ذخيرې له دواړو کاسو څخه ليدنه وکړه او د کمال خان بند د نيمه پاتي چارو د بيرته رغولو له بهير څخه يې هم څارنه ترسره کړه.
ښاغلي نوري ددغه سفر په ترڅ کې د بند له ساتونکو، امنيتي پوستو او د کنډک له مجاهدينو سره وکتل او ددوئ درانده مسؤليت ته په اشارې يې زياته کړه چې د عامه تأسيساتو او ملي پروژو ساتنه او نظارت که له يوې خوا دروند مسؤليت دی له بلې خوا ډير مهمه او له اجره ډکه دنده ده.