پاميريانو ته ژمنۍ مرستې ولېږدول شوې.

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۲ - ۱۴:۲۹
Mobta

۱۴۴۴/۵/۹ هـ ق

د ریاست الوزراء له خوا د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تر سرپرستي لاندې د ټاکل شوي هيئت له خوا هغه ژمنۍ مرستې چي شاوخوا اتلس قلمه خوراکي او غير خوراکي توکې پکې وو د لوی او واړه پامير نماينده ګانو ته وروسپارل شوې.

Mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني، د همدې وزارت د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رئيس ملا حمدالله فطرت د همدې وزارت د قومي چارو سلاکار امين الله پاميري او پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د بشري زېرمو رئيس حافظ محمود الحسن چي د هيئت غړيتوب يې درلود ورسره د بدخشان ولايت د همغږۍ هيئت چي د دفتر رئيس خيرالله حکيمي، د همدې ولايت د استخباراتو رياست مرستيال انجنير عيد محمد عيار، د پېښو پر وړاندې مبارزې رئيس شيخ اکرم او ځيني نور مسؤلين پکې وو، د واخان ولسوالۍ ته سفر تر سره کړ.

ياد هيئت لومړی د واخان ولسوالۍ ګاز خان سيمې ته سفر وکړ او د لوی پامير د خلکو مشر او نماينده حاجي محمود ته يې مواد تسليم او د لارې د نشتون له کبله يې د ولي جان نومي کس په ګودامونو کې ذخيره کړل.

دغه راز ياد هيئت د ژمنيو مرستو د پاتي کاروان په ملتيا د کوچني پامير پر لور وکوچيد چې د سرحد بروغيل په سېمه کې د لارې د بندېدو له کبله تم شو او د کوچني پامير د خلکو دريو نماينده ګانو ته چې د شوراګانو مشر حاجي بوتو هم ورسره وو مواد وسپارل شول.

د يادونې وړ ده چې پاميريانو ته دا او دېته ورته مرستې له هغه وروسته ترسره کيږي چې تيره اسد مياشت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري يادې سيمې ته شپږ ورځنی سفر تر سره کړ او د خلکو ستونزې يې له مشاهدې سره سره ددوئ له خولې هم واورېدلې؛ د پاميري هيوادوالو ټولې ستونزې يې تر کابينې پورې ورسولې او دغو ژمنيو مرستو ترڅنګ تر دې مهاله د يوې پايې مخابراتي شبکې انتن،ورېښمو لارې د رغېدلو او د کلينکونو د ارتقا او تجهيزولو اړوند پرېکړې شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu