د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير د کابل له یو شمېر قومي مشرانو سره وکتل

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۲۲:۱۶
mobta

١٤٤٤ قمري کال د ربيع الثاني

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري په داسې حال کې چې مسلکي مرستیال ښاغلی عبدالرحمان حقاني او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ښاغلى ملا حمدالله فطرت هم حاضر ؤ نن د کابل ولایت له لسګونو تنو دیني عالمانو، قومي مشرانو، سپین ږیرو او مخورو سره د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې وکتل. په یاده کتنه کې د راغلو مشرانو په استازولۍ ښاغلي قاضي احمد شاه هوتک، ملا شیرخان، منصور حسین خیل او مولوی سردارمحمد ذاکر هوتک خبرې وکړې. یادو مشرانو پخپلو خبرو کې وويل لکه څنگه چې پخوا د اشغالگر پر وړاندې د خپلو مجاهدينو وروڼو تر څنگ ولاړ وو اوس مهال به د هیواد د آبادۍ لپاره هم خپل وس استعداد او اهلیت مصرف کړو، دوئ دغه راز له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او یو لړ ستونزې يې هم د حل په موخه شریکې کړی. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري د قومي مشرانو له راتګ څخه مننه وکړه او ښه راغلاست یې ورته ووایه او د خبرو په جريان کي د شل کلن اشغال پر مهال ګڼو ستونزو ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې د اشغال او له امله یې د راټوکیدلو ګڼو ستونزو پر وړاندې د افغان ولس سرښندونکو بچیانو جهاد پیل کړ چې د قربانیو په پایله کې یې هغه ستونزي حل شوي دي کفارو ماتي خوړلې آزادي او استقلال مو تر لاسه کړي دي هیواد مو له تجزیې څخه ژغورلی کورنۍ جګړې نشته او فساد محوه شوی دی اوس لله الحمد یو قیادت او یو امارت دی او دا د الله جل جلاله ستره پیرزوینه ده امنیت شته اسلامي نظام لرو او وحدت راغلی دی باید شکر يې ادا کړو. ښاغلي نوري همداراز د کابل مېشتو قومونو ته ډاډ ورکړ چې وزارت به د اسلامي امارت او قومونو ترمنځ یو پول وي د ستونزو د حل لپاره به یې هڅه کوي او له اړوند ادارو سره به یې د حل په موخه شریکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu