د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه پلاوي په فاریاب ولایت کې لویه ولسي جرګه جوړه کړه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۲۱:۴۶
mobta

۴/۱۴۴۴ ربیع الثاني شنبه

یاده جرګه چې د سرحدونو ق.ق چارو د لوړ رتبه پلاوي الحاج ملا عبدالخالق عابد د جرګو معین، الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د جرګو رئیس، مولوي محمد نادر سنګین د کوچیانو د اسکانو رئیس او د همدې وزارت د استازو لخوا جوړه شوې وه، د همدې ولایت والي الحاج داملا شعیب، مرستیال والي عبدالولي اتقاني، د همدې ولایت رئیس دفتر مولوي امیر محمد حقاني، د سرحدونو ق.ق چارو ریاست رئیس ښاغلي محمد میر صارم حضور درلود لومړی د همدې ولایت د سرحدونو ق.ق چارو ریاست رئیس ښاغلي محمد میر صارم وویل: په دې نظام کې قوم او ژبه مطرح نه دي، د افغانستان ټول قومونه د دې نظام اعضاء دي، د دې نظام شکر اداء کول دا دي چې د دې نظام ملاتړ وکړو. همدا راز د دې ولایت رئیس دفتر مولوي امیرمحمد حقاني د سرحدونو ق.ق. چارو وزارت هڅې وستایلې، هغه زیاته کړه چې د قومونو تر منځ د ورورولۍ فضاء رامنځته کول یو مهم کار دی چې اوس تر هر وخت دا کار په ښه ډول تر سره کېږي. ورپسې د سرحدونو ق.ق چارو وزارت د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین وویل: دلته د قومونو او ژبو تر منځ هیڅ تفاوت نشته، ا.ا.ا د افغانستان د ټولو قومونو ګډ کور دی، هغه وویل د خارجي رسنیو تبلیغات چې ګواکې دلته د قومونو تر مابین تبعیض شته حقیقت نه لري، ځکه د ا.ا.ا په پالیسي کې قومي ژبني او سمتي توپیرونو ته هیڅ ځای نشته. یوه قومي مشر عزیز جان وویل: دلته ټول ولسونه د یوه امیر تر قیادت لاندې ژوند کوي، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امن دی، د یوه واحد حکومت د یوې واحدې پالیسي لاندې ټول قومونه بې توپیره زندګي کوي، ښاغلي عزیز زیاته کړه، لومړی ځل دی چې افغانستان د یوه واحد حکومت په ولکه کې دی، همدا راز یوه بل تن ګډونوال وویل، د فاریاب ولایت خلک د سړکونو جوړولو، او د اوبو د بندونو جوړولو غوښتنه کوي هغه وویل حکومت دې هڅه وکړي چې د فاریاب اوبه مدیریت کړي. ورپسې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس الحاج محمد اسماعیل غزنوي وویل: افغانانو پردیو فکرونو ته په خپله غېږه کې ځای ورنکړ، او هغه ناکام تللي دي چې دا د قومونو د وحدت نتیجه ده، افغانان یو ډېر سپېڅلی تاریخ لري، ا.ا.ا د قومونو یووالي ته ژمن دی چې له همدې امله یې د خپل سر دښمنان وبښل تر څو د قومونو تر مابین دښمنۍ ایجاد نشي. د غونډې په اخیر کې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین الحاج ملا عبدالخالق عابد وویل: که اتفاق نه وای افغانان به بل لور ته تللي وو، د هر ولایت سپین ږیري مسؤلیت لري چې خپل ځوانان د خارجي تبلیغاتو له ښکار څخه وساتي، او د یوه سالم فکر لور ته یې سوق کړي، ښاغلي عابد زیاته کړه افغانستان په تيره نيمه پيړۍ کې تپل شويو جګړو وران کړی اوس يې د جوړېدو وخت دی باید په ګډه کار ورته وکړو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۴
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د وزارت کارکوونکو ته د اطاعت په هکله وینا وکړه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستيال مولوي عنايت الله شجاع نن ماسپښين مهال د وزارت کارکوونکو او مامورينو ته د خپلې وينا په ترڅ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې ترڅنګ کنړ کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس د قومي مشرانو په همغږۍ د دغه ولايت په مرکز کې د څو تنو هېواد والو ترمنځ د ځينو مالي حسابونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵۸
Background image

باميان ولايت کې د سيمه ييزو خلکو او کوچيانو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د شخړې حل

 

يکشنبه ۲۸ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷

د باميان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد د شبر ولسوالي په سیمه کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو د ۲۳۰ کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu