د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت بدخشان ولايت ته رسمي سفر تر سره کړ.
شنبه د محرم الحرام ۱۵ مه ۱۴۴۴ هق
نن تر غرمې مخکې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله (نوري) او ورسره مل پلاوي د بدخشان ولايت له والي مولوي عبدالغني سره د ولايت مقام کې وکتل.
ښاغلی (نوري) چي د ياد وزارت د جرګو رئيس مولوي محمد اسماعيل (غزنوي) او د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس ملا حمدالله (فطرت) يې هم ملتيا کوله د شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان سرحدي ولايت له والي مولوي عبدالغني او استخباراتو رئيس مولوي نور الهدی سره د بدخشان مېشتو قومونو او سرحدي سېمو د ستونزو د هواري په موخه تفصلي مجلس ترسره کړ.
د بدخشان والي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د لوړ رتبه هيئت راتګ د بدخشان د خلکو لپاره ارزښتناک وباله او ټينګار يې دا وو چې د بدخشان ولايت مېشتو قومونو او سرحدونو ته لا زياته پاملرنه وشي او د خلکو ستونزې په اساسي توګه هواري شي.
ښاغلي (نوري) بدخشان د ځانګړي موقعيت او پراخې جغرافيې له امله مهم ولايت ياد کړ او د مېشتو قومونو د ستونزو اورېدل او ورته رسېدنه يې خپل لومړيتوب وباله.
نوموړي د بدخشان ولايت د اهميت په تړاو وويل چې بدخشان د خپل ځانګړي جيو پوليتيک موقعيت له امله د افغانستان د زړه په څير دی چي اميد دی په نژدي راتلونکي که به د افغانستان ټولو برخو ته اقتصادي او تجارتي شريانونه فعاله کړي.