د وزارت کارکوونکو ته د نوي ټاکل شوي معین پېژندنه

mobta-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۵:۵۵
mobta

د محرم-٨مه- شنبه

شيخ محمد قاسم خالد چې د امیرالمؤمنین د ځانګړي فرمان پراساس د سرحدونو، قومونواو قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د برسۍ معین په توګه ټاکل شوی وو د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت کارکوونکو ته ورو پېژندل شو. په ياده غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملانورالله نوري، د وزارت رهبري، یو شمېر میلمنو او کارکوونکو ګډون کړی و. په پیل کې ښاغلي نوري په خپله وینا کې تغير او تبديل د ښه حکومت ولۍ اصل ياد کړ زياته يې کړه چې د مشر تابه له لوري ټول بدلونونه د اصلاحاتو په موخه راځي. ښاغلي نوري د مسؤليتونو او مسؤلينو په اړه ارزښتناکه وينا وکړه. ورپسي د مقام دفتر رئیس ښاغلی شیخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې و ویل: چې هېواد باید پخپله جوړ کړو، خپله وړتیا او ظرفیت د اسلام په چوکاټ کې د پرمختګ لپاره وکارو. دغه راز یې کارکوونکي د بیت المال ساتنې ته را وبلل او د چارو په ترسره کولو کې یې په همغږۍ، د نظرونو په تبادلې او مشورو ټینګار وکړ. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د برسۍ نوي معین ښاغلي محمد قاسم خالد هم د اسلامي امارت رهبرۍ له وار وار باور او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مقام له خلوص څخه مننه وکړه وې ویل: هڅه به مې دا وي چې دهېواد د سیاسي حدودو د ساتلو اوسلامتیا د ماموریت یوه کامیابه برخه واوسم ، په ګډ کاریې ټینګار وکړ. د يادونې وړ ده چي شيخ الحديث محمد قاسم خالد صاحب تر دې وړاندې د کنړ ولايت کې د والي په صفت دنده مخې ته وړله. غونډه مسولينو ته د موفقيت او په چارو کې د اخلاص او بريا په دعا پاي ته ورسيده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu