د ننگرهار ولايت سرحدي ولسواليو او اړوند صفري نقطو څخه ليدنه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۰:۱۸
Mobta

د غبرگولې ١٦مه سه شنبه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت نظامي معين ښاغلي احمد طه قادري او مل پلاوي دصفر نقطو د کورديناتو په پار ننگرهار ولايت ته کاري سفر درلود.

په دې سفر کې نظامي معين ښاغلي قادري او ورسره پلاوي د ننگرهار  ولايت سرحدي ولسواليو او اړوند سرحدى صفري نقطو څخه له نږدې ليدنه وکړه. وې ويل له خاورې څخه ساتنه د خلکو وجیبه ده قومونه کولی شي په ملي یووالي له ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.

ورپسې د هغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې د حل په موخه له مرکز ننگرهار څخه د سپين غره سرحدي ولسوالۍ په لور سفر وکړ، او تر څېړنې وروسته يې د دواړو جانبو واک تر لاسه کړ.

 په خبره يې د دغو واکنو پر بنسټ به دغې شخړه ته د سیمه ییزو لارو چارو او اړوندو قانوني مراجعو په مرسته  دحل لارې چارې پیدا کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۴۴
Background image

د ولسواليو په کچه د ولسي غونډو دوام

 

دوشنبه ۱۲ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د پلان له مخې د هيواد په بېلابېلو ولایتونو کې له ولسي خلکو سره د ولسي یووالي او ستونزو د اوريدو په موخه د غونډو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۱۴
Background image

خوست کې د ۱۸ کلنې شخړې سربېره پروان کې ۴ کلنه او لغمان کې هم شخړه هواره شوه

 

يکشنبه ۱۱ جمادی الأولی ۱۴۴۷

د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست د استازو لخوا د قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځګړيتوب د دغه ولايت په تڼيو ولسوالي کې د دوو کورنيو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۵
Background image

په پلازمېنې کابل کې د ولسواليو په کچه له ولسي خلکو سره غونډې

 

شنبه ۱۰ جمادی الأولی ۱۴۴۷

دغه غونډې، چې د اسلامي ورورولۍ او د خلکو د ستونزو اورېدو تر سرليک لاندې پيل شوې دي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشري د ياد وزارت د جرګو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu