د ميدان وردګو او باميانو ولايتونو د کوچي قومونو او ځايي اوسيدونکو تر منځ د شخړو د هواري په موخه رسمي سفر

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Mobta

۱۴۴۳/۱۱/۵ شنبه

د کوچيانو او هزاره جات ځايي اوسيدونکو تر منځ د ځينو ستونزو او منازعاتو د حل او د ساحې د بررسي په موخه د رياست الوزراء په لارښوونه د  سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرپرست ملا نورالله نوري تر مشري  لاندي پنځه کسيز لوړ رتبه هيئت چي لوی څارنوال مولوي شمس الدين شريعتي، د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال، د کرهڼې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت معين مولوي فضل الباري فضلي او د استخباراتو لوی رياست مرستيال حاجي نجيب يې غړيتوب درلود تشکيل شو.

 ياد هيئت پرون د جمعې په ورځ د ميدان وردګو ولايت ته سفر وکړ او د ولايت په مقام کي يې د يوې غونډې په ترڅ کې چي د کوچيانو او ځايي هزاره ګانو نماينده ګانو او د بهسودو ځايي اوسيدونکو او کوچي مشرانو هم پکي ګډون درلود وکتل.

Mobta

کوچي مشرانو د څړ ځايونو او ځيني شخصي جايدادونو پر سر د ستونزو يادونه وکړه او همدا راز د ځايي خلکو عمده ستونزې هم واوريدل شوې.

ددې ولايت والي مولوي امين جان صاحب راغلي هيئت ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه ددې ستونزو د حل په موخه يې ډير ځله جلسې نيولې او په پايله کي يې د کوچي او ځايي اوسيدونکو مشترک شل کسيزه کميسون چي مشري يې هزاره توکمی( بلخابي) کوي تشکيل شوی چي په ياده سيمه کي د ستونزو او منازعاتو د حل کولو لپاره کار کوي.

په وينا يې چي د ميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کي ډيرې ستونزې ددې کميسيون له لوري څيړل شوې او مناسب حل ورته لټول شوی دی.

ځايي خلکو د کميسيون کارونه اغيزمن او ګټور وبلل او د اسلامي امارت د مشرانو څخه يې مننه وکړه چي په لوړه سطحه يې ددوئ ستونزو ته پاملرنه کړې.

د ياد هيئت مشر محترم نوري صاحب ګډونوالو ته هر اړخيزه وينا وکړه، خلګ يې اتحاد او يووالي ته راوبلل او د اسلامي امارت له لوري يې ډاډ ورکړ چي ددوئ حقوق به حفظ او ستونزو ته به يې رسيدګي کوي.

Mobta

لوی څارنوال ښاغلي شريعتي ګډونوالو ته ګټورې توصيې وړاندې کړې نوموړي د سېمې خلکو ته وويل: اسلامي امارت د افغانستان د هر تبعه د حقوقو ساتنه خپله وجيبه بولي او ټولنيز عدالت د اسلامي نظام اساسي اصل دی.

د استخباراتو د لوی رياست مرستيال ښاغلي حاجي نجيب راغلو مشرانو ته په وينا کي وويل: خلک پر نظام او نظام پر خلګو حقوق لري، اسلامي امارت د خلګو د امنيت او ټولو حقوقو ساتنه کوي، خلک به هم په هره برخه کي د نظام همکاري کوي.

د ياد هيئت په توسط د ټولو ځايي او کوچي مشرانو تر منځ هر اړخيزه مفاهمه رامنځته شوه او په راتلونکي کي هم د جوړجاړي او خبرو له لارې د ستونزو پر هواري ټينګار وشو.

غونډه په دعا سره پاي ته ورسيده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu