د هلمند ولایت د شین کلي په سیمه کې دوه کلنه شخړه هواره شوه

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۹ - ۶:۲۱
mobta

دهلمند ولایت نادعلي ولسوالۍ د شین کلي په سیمه کې د دووکورنیو ترمنځ دوه کلنه شخړه نن د ۱۴۴۳/۸/۱۴ مه نېټه هواره اوپه دوستۍ بدله شوه.

کله چې د سیمې خلکو د یاد ولایت د سرحدونو،قومونواوقبایلوچاروله ریاست څخه د ستونزې په حل کې د همکارۍ غوښتنه وکړه د هلمند ولایت د سرحدونو، قومونواوقبایلوچارو ریئس ښاغلی عبدالهادي حماد په مشرۍ د ځایي چارواکوپلاوي ، په داسې حال کې چې علماء کرام او قومي مشرانو هم ګډون درلود له خبرو اترو وروسته د دوو ورځو موده کې په دې وتوانېدل چې شخړه حل او ښکېلو غاړو ته غوره او مثبتې توصېې او شرطونه چې په راتلونکې کې د بیا ځلي شخړې مخه ونیسي وړاندې کړل چې د دواړو لورو له خوا ومنل شوه او د بیا ځلي شخړې د نه کولو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu