د زابل ولایت د مجاهدینو قربانیو او سرښندنو د درناوي په یاد پراخه ولسي غونډه جوړه شوه!
په دغو مراسمو کې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر محترم ملا نورالله نوري د ا.ا.ا د شهیدانو او قربانیانو د سرښندونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د ا. ا د مجاهدینو د قربانیو او د ولسونو د همکارۍ په پایله کې شل کلن اشغال پای ته ورسېد او اوس په هیواد کې پیاوړی اسلامي نظام واکمن شوی.
ښاغلي نوري زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د هیواد مجاهد ملت په ځانګړي ډول دزابل ولسونو د ا.ا سره پوره همکار و ، چې اوس به ا.ا دهېواد ټول وګړي په خپل غېږ کې نیسي او دهغوي ستونزي او مشکلات به حل کوي.
نوموړي همدا ډول د شهیدانو له وارثانو سره هم د همکارۍ یادونه وکړه او دایې خپله فریضه وګڼله چې د هغوي لاسنیوي به کوي
پرهمدې مهال دزابل د خاک افغان او ارغنداب ولسوالیو ولسونو هم د ا.ا څخه خپل ملاتړ وښود او ویې ویل، چې دوې په په تېرو وختونو کې هم د اسلامي نظام ملاتړ کړی دی.
نوموړو دغه راز وویل: په تیرې شل کلنې دوره کې ولسونه له سختو ستونزو سره مخامخ و، چې اوس د اسلامي نظام ترچتر لاندې په سوله ییزه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.