د زابل ولایت د مجاهدینو قربانیو او سرښندنو د درناوي په یاد پراخه ولسي غونډه جوړه شوه!

mobta-af
Mon, Nov 08 2021 6:20 AM
m

په دغو مراسمو کې  د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر محترم ملا نورالله نوري د ا.ا.ا د شهیدانو او قربانیانو د سرښندونو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د ا. ا د مجاهدینو د قربانیو او د ولسونو د همکارۍ په پایله کې شل کلن اشغال پای ته ورسېد او اوس په هیواد کې پیاوړی اسلامي نظام واکمن شوی.

ښاغلي نوري زیاته کړه، چې په تېرو شلو کلونو کې د هیواد مجاهد ملت په ځانګړي ډول دزابل ولسونو د ا.ا سره پوره همکار و ، چې اوس به ا.ا دهېواد ټول وګړي په خپل غېږ کې نیسي او دهغوي ستونزي او مشکلات به حل کوي.

نوموړي همدا ډول د شهیدانو له وارثانو سره هم د همکارۍ یادونه وکړه او دایې خپله فریضه وګڼله چې د هغوي لاسنیوي به کوي

پرهمدې مهال دزابل د خاک افغان او ارغنداب  ولسوالیو ولسونو هم د ا.ا څخه خپل ملاتړ وښود او ویې ویل، چې دوې په په تېرو وختونو کې هم د اسلامي نظام ملاتړ کړی دی.

نوموړو دغه راز وویل:  په تیرې شل کلنې دوره کې ولسونه له سختو ستونزو سره مخامخ و، چې اوس د اسلامي نظام ترچتر لاندې په سوله ییزه فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu