د بدخشان له والي سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۵:۱۲
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صميم او مل پلاوي بدخشان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې نن غرمه د بدخشان له والي ښاغلي محمد ذکریا سودا سره د ولايت پر مقام کې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د بدخشان والي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په ياد ولایت کې يې يو لړ سیمه ییزې ستونزې له ښاغلي محب الله صميم سره شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي صميم د یاد ولایت ستونزو ته په کتو سره وویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لومړيتوبونه په هېواد کې د مېشتو درنو قومونو ستونزې اورېدل، ملي یووالي او سولې ټینګښت ته د دوی هڅول او د سترو ولسي غونډو له لارې خلک د جمهوري نظام او ملي امنيتي_ دفاعي ځواکونو ملاتړ ته رابلل دي.

.

ښاغلي صميم د یاد ولایت چارواکو ته ډاډ ور کړ، چې د خپل سفر په ترڅ کې به د بدخشان ولایت له بېلابېلو اقشارو سره له نږدې وګوري او د خلکو ستونزو ته به له قومي مشرانو سره په ګډه حل لارې مومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د بایزید روښان انستیتیوت کانکور ازموینه واخیستل شوه

۲۶/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ په کابل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند بایزید روښان انستیتیوت د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د نویو زده کړیالانو د جذب په موخه د کانکور ازموینه واخیسته.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۴۱
Background image

په بلخ ولایت کې یوه ۳۰ کلنه اختلافي موضوع حل شوه

سه شنبه/ ۲۸/ رمضان المبارک/۱۴۴۷ دبلخ ولایت دسرحدونو،قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو دیو شمېر محلي چارواکو،قومي مشرانو او دیني عالمانو په ملتیا دځمکې پرسر هغه شخړه هواره کړه، چې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په کونړ کې د کورنۍ تاوتریخوالي پرسر راپورته شوې شخړه هواره شوه

شنبه/ ۹/ شوال المکرم/۱۴۴۷ د کونړ ولایت د پېچ درې او وټه پور ولسوالیو د دوو کورنیو ترمنځ د کورني تاوتریخوالي پرسر څه موده وړاندې پېښه شوې شخړه.

یاده شخړه د کونړ د سرحدونو ،قومونو او. . .

BACK TO NEWS

User account menu