د پروان ولسونو د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د جمهوري نظام او ملي امنيتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړ او د تاوتريخوالي او جګړو د غندلو په ترڅ کې يې د تلپاتي اوربند غوښتنه وکړه!

mobta-af
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۹:۱۲
mobta

په یاده غونډه کې، چې ددغه ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رياست له خوا جوړه شوې وه، پروان والي او مرستیالانو، د ولایتي شورا رئیس او غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، د ملکي او پوځي ادارو یو شمېر مسؤلینو، ځوانانو، خوېندو، د معیوبینو اتحادیې غړو، درسنیو استازو او دمدني ټولنې غړو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل او دافغانستان ملي سرود خپور شو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس محمداکبر”عمر “ د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صميم د پيغام او نېکو هيلو وړاندې کولو په ترڅ کې د سولې پر اهمیت خبرې وکړې او د سولې په راوستو کې یې د قومي مشرانو او علماوو رول مهم وباله.

وروسته د پروان والي ډګرجنرال فضل الدین ”عیار“ وینا وکړه، سوله یې د یوې ټولنې مهمه اړتیا وبلله، له ولسونو یې غوښتنه وکړه، چې د یوې تلپاتې سولې د تأمین په موخه خپلې هڅې جاري او ګړندۍ وساتې.

همدارنګه په وار سره د ولایتي شورا رئیس، د ملي امنیت رئیس، د علماوو په استازیتوب مولوي عبدالله عابد، دښځو په استازیتوب شاه جهان یزدان پرست، د قومي شوراګانو په استازیتوب حاجي امیرجان صافي او صفت الله بخشي، د معیبوبینو په استازیتوب عبدالحکیم همدرد خبرې وکړې او له نظام او ملي ځواکونو څخه يې د ملاتړ څرګندولو په ترڅ پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ، چې اوربند ته غاړه کېږدي تر څو د جګړو ټغر ټول او باعزته سوله ټينګه شي.

غونډه په هېواد کې د تلپاتي سولې په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu