د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم په مشرۍ او د معین صاحبانو، سلاکارانو او رئیسانو په ګډون اداري مجلس جوړشو!

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۹:۳۵
mobta

د مجلس په پیل کې ښاغلي محب الله صمیم د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ته د خپل سفر په اړه، چې د بېلابېلو قشرونو، مشرانو، شخصیتونو او له ولسي چارواکو سره یې لیدنې، کتنې درلودې او هلته یې د قومي شوراګانو او د ټولو قومونو په ګډو غونډو کې، د ګډون په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل: د بلخ ولایت شریفو خلکو له نظام، جمهوریت، ملي امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند او له وسلوالو مخالفینو یې وغوښتل چې اوربند وکړي، دغه راز یې د بلخ ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس له وړتیا، غوره کړنو له خپل ولس سره د ښو او حسنه اړیکو له ولایتي ادارو سره د هغه له همغږۍ خوښي او رضایت څرګند کړ.

ورپسې یې په هرات ولایت کې د علي شېر نوایي اثارو د بیا کتنې نړیوال سمینار، چې پکې له ازبکستان او تاجکستان څخه هم یو شمېر علمي شخصیتونو برخه درلوده د ګډون خبره وکړه وې ویل: چې د هرات ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو له ریاست څخه مو کتنه وکړه، چارې مو له نږدې وکتلې، یاد ریاست ته یې د امکاناتو په برابرولو ټینګار وکړ.

په هېواد کې یې د روان وضعیت په اړه هم څرګندونې درلودلې وې ویل: چې هېڅ ډول تشویشونه نشته، مونږ یو نظام لرو، ددې نظام، قانون، او دخلکو د حقوقو لپاره هلې ځلې کوو، سوله به راځي، داسې سوله چې په هغې کې د خلکو عزت وساتل شي، داسې سوله چې هغې کې زموږ نظام، لاسته راوړنې او د خلکو حقوق وساتل شي.

mobta

دغه راز یې د افغان سولې اړوند، د ترکیې کنفرانس ته په اشارې سره وویل: چې دا کنفرانس د افغان سولې لپاره خورا مهم دی، چې ان شاالله د امن او ثبات خوا ته به ولاړ شو، ټینګار یې وکړ چې باید له خپل نظام او جمهوریت څخه ملاتړ وکړو.

ورپسې مالي او اداري رئیس د عادي او انشکافي بودجې پر وخت او پر ځای لګولو، د تدارکاتو رئیس د ترمیم کارۍ چارو، د تشریفاتو رئيس د مېلمستون د ترمېمولو، د بشري زېرمو رئیس د الکترونیکي حاضرۍ د اړتیا، د سرحدي څېړنو رئيس د افسرانو د سفریې، د سرحدي چارو سلاکار د دندو د لایحې او دغه راز په مجلس کې یو لړ نور متفرقه موضوعات هم تر بحث لاندې ونیول شول او لازمې پرېکړې وشوې، ټینګار دا و چې انکشافي او عادي بودجه پر وخت ولګول شي، د جینوا کنفرانس ژمنو ته باید پاملرنه وشي او دغه راز د وزارت د نوي ښار مېلمستون په اساسي جوړونه چې د ټول هېواد د عزت سبب شي ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۵:۵۹
Background image

په کندهار ولایت کې ۷ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

۲۷/۱۰/۱۴۴۵

د کندهار ولایت د اتمې ناحیې اړوند د پوپلزیو او بارکزیو قومونو د دوو کورنیو تر منځ ۷ کاله مخکې راپېښه شوې شخړه، چې له یوه لوري څخه پکې یو کس هم وژل شوی و، تېره ورځ د یاد. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۴:۳۱
Background image

د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي سپین ږیرو سره ناسته وشوه


۲۷/۱۰/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ له قومي مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. 

د کتنې پر مهال قومي سپین ږیرو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۸:۵۷
Background image

په زابل ولایت کې پېښه شوې شخړه حل شوه

۲۷/۱۰/۱۴۴۵

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سر درې، دولت او امني کلیو تر منځ د روژې په ۲۶ مه نېټه د ځمکو پر سر راپېښه شوې شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو، د. . .

BACK TO NEWS