د وزیرو قوم د مشرانو او ځوانانو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۰:۳۵
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محب الله صمیم نن مازدیګر، د وزیرو قوم له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په سر کې ښاغلی توپان وزیري او ښاغلي احمدالله وزیر د نورو په استازېتوب خبرې وکړې، وی ویل: وزيرو د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې له خپلې خاورې او خلکو څخه د دفاع په لارکې بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. دوې له موجوده نظام څخه د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې وویل: موږ سوله او اوربند غواړو او حاضر یو خپل غږ په بېلابېلو جرګو او غونډو کې پورته کړو.

نوموړو دغه راز په بېلابېلو برخو په تېره بیا د ښوونې او روزنې او وزګارتیا په برخو کې خپلې یو لړ ستونزې د حل په موخه له ښاغلي صمیم سره شریکې کړې.

ورپسې ښاغلي صمیم د دوې له ملي احساس څخه د مننې په ترڅ کې وویل: ټولو ته جوته ده، چې د وزیرو زړه ور قوم د زیاتو ستونزو په ګاللو او بې شمېره قربانیو په ورکولوسره له هېواد څخه په مېړانه دفاع کړې، وزارت به په خپل ټول توان سره ددغه قوم له مشرانو او ځوانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته او همکاري کوي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: د وزیرو د علمي کدرونو د روزلو په خاطرد وزارت د اړوندو لیسو او انسټيټيوټ دروازې ستاسو د ځوانانو پرمخ پرانیستي دي او ځوانانو ته د غوره زده کړو د زمینو او مناسب چاپيریال برابرول زموږ لومړيتوب دی.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu