د واک تحریک د مشرتابه له غړې سره کتنه!

mobta-af
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۹:۳۲
mobta

۱۱/۱۸/ ۱۳۹۹

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محب الله صمیم نن مازدیګر د واک تحریک مشرتابه له غړې اغلې قندي ساپۍ سره وکتل.

په دې کتنه کې د واک تحریک مشرې د تحریک د فعالیتونو په اړه رڼا واچوله وې ویل: موږ د پښتنو مېرمنو د سیاسي او ټولنیز شعور د وېښولو او دوې زده کړو ته د هڅولو په برخو کې کار کوو، په پام کې لرو، چې په ځینو ولایتونو کې کتابتونونه او فرهنګي غونډې جوړې کړو، چې په دې برخه کې ستاسو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لرو، وزارت باید د کتابتونونو په بډاینه کې له موږ سره همکاري وکړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د واک تحریک فرهنګي او تولنیز فعالیتونه وستایل او ورسره يې ژمنه وکړه، چې د وزارت چاپ شوي کتابونه او له نورو همکارو ادارو څخه به نور کتابونه ترلاسه او واک تحریک ته به یې ورکړي، ترڅو په بېلابېلو ولایتونو کې ددغه تحریک کتابتونونه بډای شي او د خلکو د استفادې وړ وګرځي.

همدا راز ښاغلي صمیم اغلې ساپۍ ته یو شمېر ارزښتناک او ګټور کتابونه ډالۍ کړل، چې په مقابل کې د واک تحریک د مشرتابه غړې یوه داسې جنتري ښاغلي صمیم ته ډالۍ کړه، چې د تحریک د فعالو ښځو انځورونه پکې چاپ شوي وو.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۶
Background image

بلخ کې د ترافیکي پېښې له امله د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه هواره شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشرۍ او د قومي مشرانو په منځګړیتوب، د دوو کورنیو ترمنځ هغه شخړه د خبرو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۹:۴۲
Background image

لغمان کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵ کلنه دښمني په سوله او ورور ولۍ بدله شوه

سه‌شنبه ۲۹ جمادی‌الأولی ۱۴۴۸

د لغمان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو له لوري د ياد ولايت په الینګار ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه ۲۵ کلنه دښمني، چې د يو لړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۹:۴۶
Background image

باميان ولايت کې د تاجک او هزاره قوم ترمنځ دوه کلنه دښمني پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۸ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند په توپچي سيمه کې د دوو لويو قومونو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې دښمني، چې په پايله کې يې د مالي زيانونو سربېره له. . .

BACK TO NEWS

User account menu