د هېواد د بېلابېلو ولایتو له قومي مشرانو او مخورو سره ناسته!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۲۵ - ۱۴:۱۹
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې د غزني، لوګر، تخار، لغمان، کندز او نیمروز ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قومي مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د جرګو او مرکو له لارې د سولې، امن، د قومونو جوړښت او د ملي یووالي به برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کړنې او فعالیتونه ارزښتناک وبلل او د موجوده نظام څخه د ملاتړ په ترڅ کې یې له وزارت سره د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

mobta

ورپسې ښاغلی محب الله صمیم پخپلو خبرو کې د راغلو قومي مشرانو او مخورو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: هڅه کوم، چې د خپلو قومي مشرانو او مخورو سره یو ځای د هېواد د آبادې او سوکالۍ لپاره کار وکړم او په دې برخه کې به خپلې هلې ځلې ونه سپموم.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

د شریعت د احکامو د نفاذ په موخه د کندز، پنجشېر، میدان وردګو، فاریاب، سمنګان او بلخ ولایتونو په یو شمېر ولسوالیو کې ولسي غونډې ترسره شوې

 

پنجشنبه، ۱۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸ هـ.ق

د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د احکامو د نفاذ او له ولسونو سره د لا ښې همغږۍ په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو دویمي واحدونو له لوري د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu