د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د خپلو لیدنو کتنو په لړ کې په ولسي جرګه کې د جوزجان او غزني ولایتونو د خلکو له استازو ښاغلي محمد کریم جوزجاني او اغلې نفیسې عظیمي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې راغلو استازو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه د ښاغلي محب الله صمیم د ټاکل کېدو له امله، چې د ولس له استازو څخه یې د باور رایه ترلاسه کړه مبارکي وویله او دواړو لورو په هېواد کې د روانو حالاتو، د نظام د پایښت، د تلپاتې اوربند، په خپلو سیمو کې د ملي پروژو په پلي کولو او د جرګو او مرکو له لارې خلک د سولې او ملي یووالي ټینګښت ته په رابللو بحث او خبرې وکړې.
