کوچيانو او ليري پرتو سيمو ته د بشري مرستو د جلبولو پر څرنګوالي او نورو موضوعاتو خبرې

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۱۳ - ۲۱:۴۱
mobta

سه شنبه١٦ذوالحجة الحرام١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین او د وزارت کفيل ښاغلي ملا عبدالخالق عابد، مسلکي معين مولوي احمد طه قادري، د سرحدي پلټنو معين مولوي محمد اسماعيل غزنوي او یو شمېر رئیسانو په کابل کې د یوناما د سیاسي دفتر له رئیس سکاټ سميت سره وکتل . په دې کتنه کې ښاغلي سکاټ سميت افغانستان د بېلابېلو قومونو او قبایلو ټولګه یاد کړ ويی ویل : چې اوسمهال دغه موضوع زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې وکولای شو د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت په همکاري له دغو قومونو سره له نږدې اړېکې ولرو، ستونزې يې واورو او د حل لپاره یې گړندۍ هڅي تر سره کړو. ښاغلي سميت زیاته کړه: د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد په هره سیمه کې امنیت تامین دی اوس تر بل هر وخت په اسانه کولای شو هغو خلکو ته چې په لریو پرتو سیمو کې ژوند کوي مستقیما مرستې ورورسوو او دا مرستې اغیزناکې ځکه دي چې اوس مستحقو کسانو ته رسیږي. نوموړي دا هم وویل چې موږ د نړیوالې ټولنې او اسلامي امارت ترمنځ د یو ارتباطي پل حیثیت لرو او تل مو هڅه کړې د اسلامي امارت له راتګ راورسته مثبت تغيرات او لاسته راوړنې تر نړيوالو ورسوو. دغه راز یې د افغانستان د اسلامي امارت تر بریا وروسته لاسته راوړنو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د مخدره توکو پر کښت، توليد او قاچاق بنديزونه عملي بڼه لري او د مخدره توکو په توليد او قاچاق کې پاموړ کموالی راغلی، په وينا يې چې افغانستان نورو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، د فساد پر وړاندې جدي مبارزه روانه ده او يادې لاسته راوړنې موږ له نړیوالې ټولنې سره هم شریکې کړې او هغوی ته مو په ډاګه کړې چې د مخدره موادو د کرکیلې مخنیوي د بزګرانو اقتصادي حالت زیانمن کړی دی باید یې پر بدیل معيشيت يې فکر وشي نوموړي دغه راز د شته ستونزو په حل او د مرستو په رسولو کې پر همکارۍ ټینګار وکړ. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو کفيل او د جرګو معين ښاغلي ملا عبدالخالق عابد ښاغلي سکاټ سميت ته هرکلی ووايه او د يوناما د‌ مرستو څخه يې مننه وکړه. ښاغلي عابد وويل: افغانان سختو جګړو او وچکالۍ ځپلي چې هر ډول بشري او تمويلو مرستو ته اړتیا لري، نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په ځانګړي توګه ليري پرتو سيمو ته پاملرنه وکړي. په پاي کې د سرحدي برسيو معين ښاغلي مولوي محمد اسماعيل غزنوي له ښاغلي اسکاټ سميت څخه وغوښتل چې نړيوالۍ ټولنې ته زموږ غږ ورسوي چې افغانستان اوس امن دی، د له ګاونډيو او د نور هېوادونو سره مثبته دوستانه اړيکي غواړي او د تل په څير ډاډ ورکوي چې زموږ خاوره به د هيچا لپاره گواښ پيښ نکړي. نوموړي همداراز د کوچيانو، قومونو او ليري پرتو سيمو خلکو ته د مرستو لپاره پر ځانګړې پاملرنه ټينګار وکړ او په غې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu