کندز کې د ۱۵ کلنې دښمني تر څنګ ننګرهار او باميان ولايتونو کې هم جلاجلا شخړې هوارې شوې

taqi_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۹:۴۹
شخړه

دوشنبه ۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د کندز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس مولوي احسان الله ثاقب په دوامداره هڅو، د قومي مشرانو، علماء کرامو او ځايي خلکو په همکاري د شاو خوا ۱۵ کلونو اوږدمهاله دښمني په دوستي بدله کړه او ښکېلې کورنۍ د سولې په ټغر کښېناستې. ياده دښمني چې د ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه او دواړو لوريو ته د درنو مالي تاوانونو برسيره ۵ تنه پکې وژل شوي او څو تنه نور پکې ټپيان شوي وو د مسؤلينو لخوا د څو ناستو په موده کې لومړی سولې ته راضي او بيا د يوې عادلانه پرېکړې له مخې يو بل سره غاړه په غاړه شول. په ورته مهال د ننګرهار ولايت په اتمه ناحيه کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې ترافيکې پېښې له امله راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې يو کس وژل شوی و او ترمنځ يې ژور جنجالونه موجود و د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو له لوري حل او دواړو خواوو روغه سره وکړه. همداراز په باميان ولايت کې هم د ځمکو او څړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه د باميان ولايتي ادارې او د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت په همغږۍ حل او ښکېلو خواوو سولې ته مخه کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu