کندز کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې حقوقي شخړې حل

taqi_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۳۲
کندز کې د دوو کورنيو ترمنځ د يوې حقوقي شخړې حل
چهار شنبه ۲۱ صفر المظفر ۱۴۴۸ د کندز ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس په مشري د ديني عالمانو، متنفذینو، مخورو سپین ږیرو او مشرانو په هڅو ياد ولايت کې د دوو کورنيو ترمنځ راپورته شوې حقوقي شخړه د يوې جوړې شوې جرګې له لارې هواره شوه. دغه رامنځته شوې شخړه، چې د څو جريبه ځمکې د ملکيت پر سر راپورته شوې وه د دواړو خواوو ترمنځ يې د پراخو ستونزو سر بېره ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي وو، چې وخت ناوخت به يې ترمنځ جنجالونه راپورته کېدل. مسؤلينو د يادو جنجالونو د پای ته رسولو په موخه لومړی په هر اړخېزه توګه موضوع وڅېړله او بيا يې د قومي مشرانو او علماوو په شتون کې يوه ګډه جرګه راوبلله، چې په همدې توګه يې د يوې شرعي فيصلې په ترڅ کې حق حقدار ته وسپاره.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu