کاپيسا کې د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۱:۲۴
کاپيسا کې د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

چهارشنبه ۵ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نورالله نوري د کاپیسا ولایت په مرکز صیادو کې د یوې غونډې پرمهال وویل: موږ ته خپل ولسونه ځکه ارزښت لري، چې دوی د جهاد سرلاري دي او تر پرونه له اشغالګرو سره په جهاد بوخت وو. نوموړي دا ولسونه هغه غیرتي مسلمانان ياد کړل، چې د نړۍ خلک يې په مسلماني او مېړانه افتخار کوي. ښاغلي نوري همداراز وويل: اوسنی امنیت، استقلال او حریت، د الله جل جلاله د مقدس دین برکت دی. نوموړي دا خپله دنده وبلله، چې د ولسونو ترمنځ بدبينۍ او نفاق له منځه يوسي. دا څرګندونې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزیر ښاغلي نوري، د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او ولسونو د هوساينې تر عنوان لاندې جوړې شوې غونډې ته وکړې چې پرمهال یې د ياد وزارت استازو، ولايتي مسؤلينو، ولسوالانو، قومي مشرانو، متنفذينو او ګڼو ولسي خلکو هم حضور درلود. د غونډې په اوږدو کې قومي مخورو د تېر شل کلن اشغال پرمهال د خپلو قربانيو او سرښندنو يادونه وکړه ويي ويل: دا نظام د ډېرو سختو مبارزو لاسته راوړنه ده او ساتنه يې د هر وګړي ملي مسؤليت دی. دوی همدا راز د اسلامي نظام ترچتر لاندې ژوند یو افتخار وباله او د ناوړه دودونو او ناسمو رواجونو په هکله د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله له لوري د راغلي فرمان هرکلی یې وکړ. د ناستې په وروستیو کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني هم خبرې وکړې ویې ويل: د ا.ا.ا زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په خپل فرمان کې ولس ته هغه موارد ذکر کړي، چې خلک یې له امله په ستونزو کې دي. نوموړي زياته کړه ولس دي هڅه وکړي، چې ياد فرمان عملي کړي ترڅو له بې ځایه مصارفو، لوړو لګښتونو او ناسمو رواجونو نجات ومومو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

د هیواد په ګڼو ولسوالیو کې له کلیوالو مشرانو او قومي سپین ږیرو سره ناستې

پنجشنبه/ ۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند ولایتي ریاستونو او آمریتونو له پلان سره سم، د هیواد د (۸) ولایتونو په مختلفو ولسوالیو کې له ځورېدلو قومونو،
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۸
Background image

اهدای تحایف برای شاگردان ممتاز  امتحان  سیرت النبی( صلی الله علیه وسلم)

 

دوشنبه ۲۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷

شاگردان لیسه رحمان بابا مربوط وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل که در امتحان سیرت نبی نمرات برتر کسب نموده بودندطی محفل با حضورمولوی عبدالرحمن رحمانی رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۵:۶
Background image

بلخ کې د شاوخوا پنځو لسيزو دوامدارې شخړې پای وموند

 

دوشنبه  ۲۹ ربیع الاول۱۴۴۷

د بلخ ولایت نهرشاه ولسوالي د شهرک افغانيه په کلي کې د دوه کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۳۰ جريبه ځمکې د ملکيت پر سره را پورته شوې ۵۰ کلنه دوامداره شخړه، چې دواړو. . .

BACK TO NEWS

User account menu