کاپيسا او هلمند کې مسؤلينو د څلورو مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه رامنځته کړه
سه شنبه ۱۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸
د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د خپلو کوششونو په پايله کې د مرکز اړوند شوخي سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو ۷ کلونو په دوام روانه دښمني د ځايي مخورو، سپين ږيرو او جرګه کوونکو مشرانو په ملتيا پای ته ورسوله.
د دې دښمني په ترڅ کې د اوږدو اختلافاتو ترڅنګ له يوه لوري څخه يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و او ترمنځ يې پراخه تربګنۍ موجودې وې، چې يادو مسؤلينو او مشرانو د خپل منځګړيتوب په پايله کې په سوله او ورورولۍ بدلې کړې.
ورته مهال د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو له خوا د دغه ولايت په ګرمسير ولسوالي کې د څو تنو هېوادوالو ترمنځ راپورته شوې شخړه د سولې او خبرو اترو له لارې هواره شوه او ښکېلو خواوو د مسؤلينو په غوښته روغه سره وکړه
