په کونړ ولایت کې ۲۰ کلنه شخړه حل شوه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۴
شخړه

۱۸/۱۰/۱۴۴۵

د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ادم درې سیمې د دوو کورنیو تر منځ ۲۰ کاله وړاندې رامنځته شوې شخړه، چې له امله یې دواړه لوریو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه هم اوښتي وو، تېره ورځ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي تحمیدالله غازي او د یادې ولسوالۍ د مسؤلینو او قومي مشرانو په هلو ځلو په ورورګلوي بدله شوه. 

د یادې شخړې د حل په موخه د یادو شویو اداراتو مسؤلینو له دواړو لوریو سره ناستې وکړې، تر هوکړې وروسته یې د دواړو ترمنځ د خیر پرېکړه اعلان کړه چې ښکېلو لوریو پرې قناعت وکړ. 

د منازعې د حل دواړو غاړو د شخړې پر حل خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې یو له بل سره به د وروڼو په څېر په سوله ییزه فضاء کې ژوند کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۵۳
Background image

نیمروز ولايت کې د مسؤلينو په هڅو لس کلنه شخړه هواره شوه

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸


د نيمروز ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي عبدالباري په مشري د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو، قومي مشرانو او علماوو په شريکو همکاريو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۶
Background image

په ولسوالیو کې د اسلامي شریعت د تطبیق او ولسي همغږي په موخه د عامه غونډو  روانه لړۍ

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د خپلو ولایتي او محلي ادارو په همکاري د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو په کچه د اسلامي شریعت د تطبیق، ولسي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۹:۵۵
Background image

ننګرهار په خوږياڼو ولسوالي کې د نږدې ۳۸ کالو اوږدمهالې بدي حل

 

دوشنبه ۸ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او متنفذینو په هڅو د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې هغه اوږدمهاله. . .

BACK TO NEWS

User account menu