په کونړ ولایت کې له قومونو سره د همغږۍ ناسته

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۱ - ۱۰:۵۵
خبر

۱۱/۴/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد د یوه پلاوي په مشرۍ په کونړ ولایت کې له ولس سره د همغږۍ او د ستونزو اورېدلو په موخه یوه پراخه ولسي غونډه جوړه کړه.  په دغه غونډه کې د یاد ولایت والي قدرت الله ابو حمزه، نورو مسؤلینو، له مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو او دیني عالمانو ګډون کړی وو.
 
په پیل کې د ولسونو په استازیتو څو تنو قومي مشرانو خبرې وکړې او دا یې د شکر ځای یاد کړ چې لوړ رتبه مسؤلین د ولسونو غوښتنې اوري. دوی زیاته کړه چې د جهاد په وخت کې له مجاهدینو سره اوږه په اوږه درېدلي او د هغوی ملاتړ یې کړی. قومي مشرانو له مسؤلو چارواکو څخه وغوښتل چې ددې ولایت په سرحدي ولسوالیو کې دې د سرکونو جوړولو ته جدي پاملرنه وکړي چې ولس یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی.

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې وویل چې امیرالمؤمنین (حفظه الله) ولس ته د خدمتونو په برخه کې پوره پاملرنه کوي او هر چا ته د پوره حقوقو ورکولو ته ژمن دی. هغه زیاته کړه چې د هیواد سرحدونه اوس تر هر وخت خوندي دي او ساتنه یې زموږ ټولو ستر مسؤلیت دی. 

په پای کې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد غونډې ته په خبرو کې وویل: افغانان په یوه نعره او یوه شعار سره راټول شول، د الله ج د دین او خپل هیواد دفاع یې وکړه. هغه زیاته کړه: دا پر افغانانو د الله ج ځانګړی احسان و چې له دوی څخه یې د خپل دین د ساتلو کار واخیست، نوموړي زیاته کړه ا.ا.ا په سختو حالاتو کې د اقتصاد، امنیت، مخدره موادو او په هېواد کې د هر ډول ناخوالو په اړه مبارزه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu