په کندهارکې د غازي عبدالله خان اڅکزي لېسې ښوونکو او زده کوونکو ته د یو ورځني ښوونیز ورکشاپ جوړېدل!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۱:۴۹
mobta

د (لوی افغانستان پېژندنې او ډیورند فرضي کرښې د دواړوغاړو څېرمه میشته قومونو ترمنځ د یووالي) تر نوم لاندې ښوونیز ورکشاپ د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د هغمږۍ ریاست له خوا سه شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لړم میاشتې پر ۲۱ مه نېټه جوړ شو.

په دې ورکشاپ کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د ولسمشر د سلاکار ښاغلي اغا لالي دستګیري، د هغه ولایت د ښوونې او روزنې چارو رئيس د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس ښاغلي نیاز محمد امیري، قومي مشرانو، د کندهار ولايت يو شمېر ولسوالانو او ټولنيزو فعالانو ګډون کړی و.

د ورکشاپ په پیل کې د سپین بولدک ولسوال راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووا یه ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس ښاغلي امیري کندهار ته د خپل سفر او د ورکشاپ د موضوع په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې د جرګو او قبایلي چارو د همفږۍ ریاست د کلني پلان مطابق تر بېلابېلو سرلیکونو لاندې د جرګو د جوړولو ترڅنګ د وزارت د ستراتیژۍ سره سم په ځینو موضوعاتو ورکشاپونه هم جوړوي، چې ننی ورکشاپ مو هم له پلان سره سم دا ځل له تاسو درنو قومي مشرانو، استادانو او ګرانو زده کوونکو سره جوړ کړ.

هیله من یو چې د لوی افغانستان اود ډیورند فرضي کرښې څېرمه قومونو تر منځ د تاریخي، دوریزه، دیني، ژبنیو او بېلابېلو اړیکو په اړه، چې موږ سره یو موټی او متحد ساتي معلومات ترلاسه کړئ.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغليٍ محد شفیق ګل آغا شېرزي هم زده کوونکي زده کړو ته و هڅول، وې ویل: چې د یوه هېواد پرمختګ، پراختیا او بسیا کېدل په زده کړه او پوهه سمبالو هېوادوالو ته اړتیا لري، موږ به هغه مهال له ګڼو ستونزو څخه د خلاصون پر لور ګامونه واخلو، چې د ټولنې اکثریت وګړي مو د علم او پوهې په ګاڼه سمبال شي، له همدې امله زه په خپله او د وزارت نور مشران هڅه کوو، چې ستاسو ټولې اړتیاوې پوره کړو، په تدریسي، اداري او لیلیه چاروکې اسانتیاوې رامنځته کړو، تر څو زموږ ځوانان په یو مناسب چاپیریال کې زده کړې وکړي.

د یادې لېسې له ښوونکو څخه یې هم د زده کوونکو د سالمې ښوونې او روزنې په برخه کې مننه وکړه وې ویل: چې په پرله پسې توګه باید زده کوونکو ته د خپل هېواد، د دغه هېواد د ویاړلي تاریخ او نورو ځانګړنو په اړه معلومات ورکړي همدا راز قومي مشران، ښوونکي او زده کوونکي په ډالیو و نازول شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۲
Background image

((ژمن يو، چې د اسلامي بيرغ تر سيوري لاندې په عزت او لوړو سترګو ژوند وکړو))

 

چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي ناستو په لړ کې، نن د هرات ولايت په مرکز کې د ياد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۷
Background image

د مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې بلخ کې ۴ کلنه، جوزجان کې ۲ کلنه او سمنګان کې هم مرګوني شخړه پای ته ورسېده چهارشنبه ۳ رجب المرجب ۱۴۴۷ د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو

رياست مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې د دغه ولايت په قرشيګګ ولسوالي کې.

د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا څلورو کلونو په دوام د ځمکې د ملکيت پرسر هغه راپورته شوې شخړه هواره شوه، چې دواړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

((د بادغيس ولسونه د اسلامي امارت تر حاکميت وروسته د خدمت او پرمختګ شاهدي ورکوي))

 

سه شنبه ۲ رجب المرجب ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ټول هيواد کې د ملت د اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولس هوساينې په موخه د ولسي غونډو د لړۍ په دوام نن په بادغيس ولایت. . .

BACK TO NEWS

User account menu