په کاپیسا ولایت کې د ولسونو غوښتنې واورېدل شوې

mobta-af
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۱۵:۳۳
Mobta

۱۰/۲/۱۴۴۵

د کاپیسا ولایت د مرکز او ولسوالیو له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره د ولسونو د ستونزو اورېدلو او د ملي یووالي د ټینګښت په موخه ناسته وشوه چې پر مهال یې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئیس شیخ حضرت ولي حقاني، مل پلاوي، د کاپیسا والي قاري بریال او نورو مسؤلینو حضور درلود.

لومړی د یاد ولایت والي ښاغلي بریال د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ د اتحاد او اتفاق په اړه خبرې وکړې او د تېر اشغال په دوران کې یې د افغانانو د قربانیو ستاینه وکړه.

Mobta

د راغلیو مشرانو له جملې څو تنو په خپلو ویناوو کې د قومونو تر منځ د یووالي د غونډو جوړولو په اړه د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت هڅې وستایلې او د ولسونو په استازیتوب یې له حکومت څخه د هر اړخیزه ملاتړ ډاډ څرګند کړ. دوی له حکومت څخه د خلکو تر منځ د شخړو د حل، د مدرسو د جوړولو او نورو پروژو غوښتنه وکړه.

سرپرست وزیر ښاغلي نوري غونډې ته د خپلو خبرو په جریان کې د افغانانو سرښندنه او قرباني بې ساري یاده کړه او خلکو ته یې د پراختیایي کارونو څخه د اطمینان موخه وویل: د ا.ا.ا تصمیم دا دی چې افغانستان جوړ کړي، اقتصاد قوي کړي، هر چاته خپل حقوق ورسوي، همدرار نوموړي امنیت ته په اشارې سره زیاته کړه: امریکا په تېره شل کلنه دوره کې له خپل امنیت څخه نه وه مطمئنه خو افغانانو په خپلو مټو داسې امنیت حاکم کړ چې د نړۍ په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې نشته.

وروسته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي عابد او د جرګو رئیس ښاغلي حقاني د ولسونو له همکاریو او کړاوونو څخه یادونه وکړه او ټول قومونه یې د یووالي او اطاعت لوري ته راوبلل. دوی وویل چې د ولس غوښتنې دوی ته د قدر وړ دي او د حل په برخه کې به یې پوره کوښښ کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu