په کاپیسا ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
د کاپیسا ولایت په حصه دوم ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه چې له تېرو ۱۵ کلونو څخه د یو لړ منطقوي ستونزو پرسر رامنځته شوې وه هواره او په دوستۍ بدله شوه. په همدې موخه د کاپیسا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو د آمر ښاغلي صیاد په مشرۍ سپین ږیرو، قومي مشرانو او مخورو ګډه غونډه جوړه کړه. يادې غونډې ته ښاغلي صیاد په خپلو خبرو کې وویل په افغانستان کې ټولو میشتو قومونو ته الله جل جلاله دا استعداد ورکړی، چې هر ډول لوی لوی مسایل د اسلامي اصولو، جرګو او مرکو له لارې حل کړي تر څو وکولاى شي د یو بل تر څنګ د یو سپڅلي اسلامي نظام تر سیوري لاندې د اخوت او ورور ګلوي ژوند ته ادامه ورکړي. په پای کې دواړې کورنۍ سره پخلا شوې او ډاډ یې څرګنډ کړ چې وروسته له دې به یو او بل ته هیڅ ضرر نه رسوي او د ورورولۍ ژوند به کوي.