په پکتیا ولایت کې د همغږي یوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۷ - ۱۱:۶
خبر

۲۰/۶/۱۴۴۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي ادارو له مسؤلینو سره یوه ستره ولسي غونډه جوړه شوه. 
 
په دغه غونډه کې د ولسونو په استازولي له مرکز او ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو خبرې وکړې ویې ویل: هیچا ته اجازه نه ورکوو، چې بیا دلته پردي فکرونه راوړي او د نظام پر وړاندې خلک وهڅوي. دوی له حکومت څخه ساتنه خپله وجیبه وبلله او د اسلامي امارت له مسؤلنیو څخه یې د غربي تبلیغاتو د مخنیوي غوښتنه وکړه. 

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ حضرت ولي حقاني د ولسونو همکاري او د اشغال پر وړاندې مبارزه د اشغالګرو د ماتي لامل یاد کړ او خپلواکي یې یو لوی نعمت یاد کړ. 

په پای کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد اخند د تېرې نا امنۍ یادونه وکړه، آزادي یې د الله ج یو ستر نعمت وباله او ویې ویل: په اسلامي نظام کې د انسانانو څه چې د حیواناتو حقوق هم محفوظ وي او دا پر افغان ولس د الله تعالی (ج) یوه لویه لورینه ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu