په پنجشير ولایت کې د قومونو د يووالي او همغږۍ غونډه.

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۸ - ۹:۳۵
Mobta

چهار شنبه ١٥ شعبان المعظم۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معینیت له لورې د قومونو ترمنځ د يووالي او همغږۍ غونډه د پنجشير ولایت په مرکز بازارک کې جوړه شوه.

په یاده غونډه کې د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخاق عابد، مل پلاوي، له لرو پرتو ولسواليو څخه را بلل شويو دیني عالمانو او قومي مخورو ګډون کړی وو.

Mobta

په غونډه کې د ياد ولايت والي مولوي محسن هاشمي، څو تنو قومي مشرانو او ديني عالمانو پنجشير ولايت ته د سرحدونو ق.ق چارو وزارت څخه راغلي لوړ پوړي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دغه ولایت په ولسوالیو کې د مېشتو قومونو ترمنځ د شخړو او ستونزو د حل او ټولنیز وضیعت په اړه معلومات وړاندې کړل او د دغو سیمو په اړه یې یو لړ ستونزې شریکې کړې او له پلاوي څخه یې غوښتنه وکړه چې د يادو ستونزو په هوارولو کې مرسته او همکاري وکړي.

همداراز د یاد وزارت د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین وویل: په تېرو شلو کلونو کې افغانان شهیدان شوي او ټکول شوي دي، خو اوس د یوه اسلامي نظام تر چتر لاندې هوسا ژوند کوي، نوموړي زیاته کړه نننۍ غونډه ستاسې د غږ اورېدلو او ستونزو ته د رسېدګي په موخه جوړه شوې ده، دا د ولس مسؤلیت دی چې د دې نظام ملاتړ وکړي او تر څنګ یې ودرېږي.

ورپسې د یاد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد وويل که چیرته د افغانستان ټول ولسونه همداسې متحد او همغږي و اوسي نو د دنيا هيڅ زبر ځواک به ونه شي کولاي چې دلته تېری وکړي، نو موږ او تاسو په خپل منځ کې په ملي وحدت او يووالي سره کولاي شو له خپل دین، عزت او هېواد څخه په کلکه ساتنه وکړو. نوموړي همداراز د هېواد داخلي امنيت ته په اشارې سره زياته کړه چې د نړۍ ټول هېوادونو د افغانستان امنیت خوندي نکړ، خو ا.ا.ا وکولای  شوای چې په لنډ وخت کې د افغانستان امنیت تأمین کړي او ټولو ناخوالو او بد بينيو ته د پاي ټکي کيږدي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu