په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازي سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۱۱:۲۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت د خلکو له استازي ښاغلي نیازولي مسلم سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې ښاغلي مسلم د خپلو موکلینو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د ملي یووالي، سولې د ټینګښت او د ولسونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې ښاغلی محب الله صمیم وړ او مجرب شخص وباله او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د راغلو مخورو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: د لوی ننګرهار ولسونو تل د نظام او هېواد دفاع په لار کې قربانۍ ورکړي دغه راز د سولې او امن د راوستو او د اوربند د ټینګښت په برخه کې باید ټول افغانان تر خپلې وسې پورې کار وکړې، د خلکو استازي او قومي مشران د نظام پایښت ته د ولسونو په رابللو کې مهم رول لوبولې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۱۰
Background image

بغلان کې د ۶ کلنې شخړې سربېره بادغيس، بلخ او لوګر ولايت کې جلاجلا شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۳ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د استازو او قومي مشرانو د هڅو په پايله کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې.

د يوې مېرمنې پر سر راپورته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۵۲
Background image

کاپيسا کې د لس تنو له مرګ ژوبلې وروسته ۱۹ کلنه دښمني د مسؤلينو په هڅو پای ته ورسېده

دوشنبه ۲۴ ذوالقعدة الحرام ۱۴۴۷ کاپيسا ولايت ته د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د شخړو د حل مرکزي کمېټې د يوه پلاوي د سفر په ترڅ کې چې مشري يې د ياد وزارت د دعوت او ارشاد رئيس.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۹:۴۶
Background image

په هېواد کې له نفوذ لرونکو شخصیتونو او یو شمېر مخکنیو چارواکو سره کتنه

دوشنبه/٢٤/ ذوالقعده ۱۴۴۷ هـ.ق د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري تېره ورځ د وزارت د ناستو په تالار کې د هېواد له یو شمېر نفوذ لرونکو شخصیتونو او ځینو پخوانیو چارواکو. . .

BACK TO NEWS

User account menu