په ولسي جرګه کې د خلکو له استازو او قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۹ - ۸:۵۵
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن دوشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې پر ۷ مه نېټه په ولسي جرګه کې د ننګرهار او کنړ ولایتونو د خلکو له استازو ښاغلي نعمت الله کریاب او آغلې بي بي حاجي لیلما ولي احمدي، او په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازو آغلې حمیدې احمدزۍ، مریم سلیمان خېل او له بېلابېلو قومي مشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلی شجاع الملک جلاله خان هم حاضر و، په ملي یووالي، د سولې په ټینګښت، د ملي پروژو په پلي کولو او په یو لړ نورو سیمه ییزو موضوعګانو بحث او خبرې وشوې او په دې برخو کې په ګډو هلو ځلو ټینګار وشو.

د یو بل خبر له مخې د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي محب الله صمیم د وزارت د اړوند پېرمحمد کاکړ لېسې له استادانو او د ښوونې او روزنې له رئیس سره وکتل او د چارو د بهبود په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۲۸
Background image

پکتيا کې يوکلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه ۱ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د دغه ولايت په مرکز کې د دوو کورنيو ترمنځ نېږدې د يو کال په موده کې رامنځته شوې دښمني، چې ګڼ خپلمنځي اختلافات يې پېښ کړي وو، د پکتيا ولايت د سرحدونو،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۱۲
Background image

پکتيا کې د څلورو کورنيو ترمنځ ۳۵ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شنبه ۲۹  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو د قومي مشرانو، علماوو او سیمه ‌ییزو مخورو په همغږۍ د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالي کې نېږدې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

کندهار کې مسؤلينو دوه کورنۍ سره پخلا کړې

 

 پنجشنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلينو د قومي مشرانو او مصلحينو په ملتيا تخته پل ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د څه کم دوه کلونو. . .

BACK TO NEWS

User account menu