په هېواد کې د دایمي اوربند، د سولې د خبرو اترو ژر پیل او د سولې د روانو هڅو د ملاتړ په موخه د خوست مېشتو قومونو غونډه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۰ - ۱۰:۴۰
mobta

 

نن ورځ( ۱۳۹۹/۶/۱۹) نېټه د خوست ولایت مقام د اساسي قانون په تالار کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو ریاست او د خوست سرحدونو او قبایلو چارو ریاست په نوښت غونډه ترسره شوه چې د خوست او وزیرستان د ټولو قومونو مشرانو، دیني علماوو، ځوانانو، د مدني بنسټونو او قومي شوراګانو استازو، ژورنالستانو او د بېلابېلو ادارو منسوبینو پکې ګډون درلود.

د قرانکریم د تلاوت او ملي سرود وروسته د خوست سرحدونو او قبایلو چارو رئیس عبدالرؤف ننګیال لومړۍ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له دوی یې مننه وکړه چې د خوست قومونو همېشه د ملي پروسو ملاتړ کړی، او نن هم د هېواد د روان کړکېچ د ختمولو لپاره د خوست قومونه را ټول شوي او په یو غږ د جګړې له ټولو ښکېلو غاړو غواړي چې خپلمنځي مسائل د جګړې له لارې نه بلکې د مذاکراتو له لارې حل کړي. ده زیاته کړه چې افغانان غواړي چې د جګړې ښکېلې خواوې ژر تر ژره دایمي اوربند رامنځته کړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس د غونډې په موخو تفصیلي خبرې وکړې او د ګډونوالو او د خوست محترم والي صیب له راتګ او صادقانه هڅو یې مننه وکړه ، ښاغلي الحاج نياز محمد امیري وویل: جګړې موږ زښت زیات زیانمن کړو، اوس وخت ددې دی چې د جګړې دواړه اړخونه خپلې ټولې ستونزې د سولې او ورورۍ په فضاء کې حل او فصل کړي، او لکه څنګه ، چې اوربند او د سولې مذاکرات د ولس غوښتنه ده، نو هیله ده چې دواړه لوري د ولس غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي. موږ د خوست له درنو قومونو منندوی یو چې د هېواد د سولې او ثبات لپاره یې همېشه غږ اوچت کړی، خوست ته د ټول افغانستان سترګې دی، نن چې خوست امن دی او دلته د هېواد د ګوټ ګوټ څخه خلک د کاروبار، تجارت، تعلیم، تحصیل او د استوګنې لپاره راځي دا د نظام سره د خوست د قومونو ملاتړ او مینه ده، خوستوال میلمه پاله او وطندوسته خلک دي، هیله مو دا ده چې خوستوال د سولې، اوربند او مذاکراتو پیل کړی غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته هم مخالف او هم موافق ته ورسوي.

په همدې ترتیب د موضوع په تړاو خوست والي ښاغلي محمد صدیق پتمن هر اړخیز بحث وکړ، والي صیب په خپلو خبرو کې وویل قومونو تل په ملي پریکړو کې فعاله ونډه اخیستي او د سولې په اړه د دوی اغیز او رول ډېر مهم دی.

د ولایت والي وویل چې سوله د حکومت لومړیتوب او د ولسونو غوښتنه ده، چې حکومت د سولې په اړه څرګند دریځ لري.

ښاغلي پتمن له قومونو او علماکرامو وغوښتل چې د سولې دراتلو او د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره د قومونو یوالی مهم دی او ټول باید په ګډه کلیو او بانډو ته د سولې، ورورۍ او یوالي پیغام ورسوو.

هغه وویل چې اوس قومونه ويښ شوي او دوی پوهیږي، چې د نظام په شتون کې سوله او د هېواد هر اړخیز پرمختګ ممکن دی، په زور واک ته د رسیدلو تجربې ناکامې شوي او ولسونه په خپله خوښه د ولسواکۍ له لارې خپل برخلیک په خپله ټاکي.

د ولایت والي له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د ولس غږ واوري، جګړه بس کړي او دایمي اوربند ته غاړه کیږدي . همدا ډول د غونډې په جریان د موضوع په تړاو د ولایتي شورا استازي نورشاه نوراني، د ولایتي شورا پخواني رئیس سید کریم خان خاکسار، د سوداګرئ خونو رئیس نواب امیرزي، قومي مشر رحمت ګل، قومي مشر قاضي احمد ببرکزي، مولوي محمد عارف او یو شمېر نورو مشرانو د یادې موضوع په تړاو په خپل وار خبرې وکړې دوی ټولو سوله اړینه وګڼله او د قومونو استازو د جګړې د ښکېلو غاړو په اتفاق غوښتنه وکړه چې نور دې افغانان په خپلو کې سره نه وژني، هیله ده ژر تر ژره د جګړې ښکېلې خواوې د سولې مذاکرات پیل او دايمي اوربند ته غاړه کېږدي، په پای کې غونډه د دعایي ویلو سره پایته ورسیده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د ميدان وردګو او باميان ولايتونو لپاره د شخړو د حل په برخه کې د ټاکل شوي کمېسیون له غړو سره کتنه

سه شنبه ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن له غرمې مخکې په میدان وردګ او باميان ولايتونو کې.د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فارياب کې د څړځايونو پر سر څو کورنيو له ۶ کلن اختلاف څخه لاس واخيست

 

يکشنبه ۱۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او فبايلو چارو رئيس الحاج مولوي محمد مير صارم د ځايي قومي مخورو او علماوو په شتون کې د يوې رابلل شوې غونډې پرمهال د هغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

لغمان کې د ۲۲ کلنې او ۱۷ کلنې شخړې تر څنګ بلخ کې هم ۳ کلنه شخړه حل شوه

شنبه ۱۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ په ميل دره سیمه کې د يوې کورنې د څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې ۲۲ کلنه لانجه او د همدې ولايت د مرکز اړوند چهاردهي سيمه کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu