په هیواد کې د غصب شویو ځمکو او څړځایونو د تفکیک او ثبیت په موخه هلې ځلې!

khoram2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۲۱:۲۳
لیدنه

د سرحدي پلټنو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي د غصب د مخنیوي او استرداد کمیسیون په ر‌أس کې د یوه لوړ رتبه هیئت په مشرۍ فاریاب ولایت ته د خپل سفر پرمهال وویل چې د تېرو څو لسیزو په ترڅ کې هغه څړځایونه او پراخې دښتې چې په کرنیزو ځمکو او استوګنځایونو بدل شوي د تفکیک او تثبیت پروسه یې په چټکۍ سره روانه ده. نوموړي دغه څرګندونې په داسي حال کې ترسره کړې، چې د اسلامي امارت د مشرتابه له پرېکړې سره سم د حکومت د پالیسي مطابق د یوې ټاکل شوې کړنلارې په نظر کې نیولو سره، یاد کمیسیون ته دنده سپارل شوې وه چې، د عامه ځمکو د خوندیتوب او غصب شویو ځمکو د بېرته استرداد په موخه د هېواد د شمالي ولایتونوکې د څړځایونو د سروې او تثبیت پروسه پیل کړي. د دغه پلاوي مشر ښاغلي غزنوي د کرنې اوبو لګولو او مالداري وزارت د استازي او تخنیکي هیئت په ملتیا د فاریاب ولایت له والي او نورو مسؤلینو سره د کتنې پرمهال د دغې بهیر په اړه مفصل معلومات شریک کړل او د دغې پروسې په اهمیت یې هراړخیزې خبرې وکړې. یاد پلاوي د محلي مسؤلینو په ګډون خپل کارونه پیل کړل چې څو ورځو په ترڅ کې یې د هیئت مشرانو مستقیمه رهبري کوله او تخنیکي ټیمونو ته یې د عملي چارو د تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې کولې. دغه پلاوي د خپل کار له پیل څخه تراوسه د فاریاب د ۹ ولسوالیو ځمکې تفکیک او تثبیت کړې دي او د پاتې نورو ولسوالیو کارونه په ترتیب سره جریان لري. د یادونې وړ ده، چې دا بهیر به د هیواد په نورو ولایتونو کې هم پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu