په هلمند ولايت کې د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د یووالي او انسجام غونډه ترسره شوه

khoram_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۹:۵۹
غونده

 

شنبه ۱۴۴۶/۶/۱۹

 د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په مشرۍ د اسلامي نظام ثبات، د ولسونو د يووالي او انسجام لويه ولسي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د ياد وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، مل پلاوي، د هلمند والي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د بيلابېلو ادارو استازو، د مرکز او ولسسوالیو سلګونه علماوو، قومي مشرانو او ګڼو ولسي خلکو ونډه لرله.


د دغه ولسي غونډې پر مهال قومي سپين ږيرو د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکمونو او فرمانونو په اړه وویل: ډاډ درکوو چې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو په پلي کولو کې به نهایت هڅې او کوششونه کوو، دوی زیاته کړه: په هلمند ولایت کې هیڅ مذهبي او قومي اختلافات نشته، موږ ټول يو موټی يو او ولسونه مو په يو ټبر راټول دي. 


ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې وويل: د اسلامي نظام ساتنه او تقويه کولو هڅې د هر مسلمان وجیبه ده. ځکه دا نظام د ټولو مسلمانانو شريک دی او بريد کوونکی پرې د هر مسلمان دښمن دی. ښاغلي احمد زياته کړه: د اسلام پر وړاندې دښمنان ډول ډول تبلیغات کوي، د قومونو مشران دې کوښښ وکړي، چې د دښمن تبلیغاتو ته موقع ورنه کړي او په کلکه دې د خپل نظام او اسلام ملاتړ وکړي. 


ورپسې د جرګو او قبايلو چارو د همغږۍ رئيس شيخ نيک محمد افغاني او د کوچیانو د څړځايونو اقتصادي چارو رئیس مفتي لعل محمد منيب ګډونوالو ته وويل: غرب کې خلک له ژونده تنګ دي. کوم عزت او مرتبه چې اسلام انسان ته ورکړې د غرب جوړ شوي قوانین یې نه شي ورکولای. هغوی زياته کړه: د ا.ا په راتګ سره ارضي تمامیت، خپلواکي او استقلال ترلاسه شوی. اوس د دې وخت دی، چې هيواد جوړ کړو، نظام وساتو، متحد شو او په اتحاد او يووالي سره د افغانستان ساتنه وکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu