په ننگرهار، باميان او کاپيسا ولايتونو کې د يو شمېر کورنيو ترمنځ پېښي شوې شخړې حل او په دوستۍ بدلې شوې

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۸:۱۹
شخړې

په ننګرهار ولايت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرگو او قبايلو چارو د همغږۍ د معين مولوي محمد علي جان احمد، په کاپيسا او باميان ولايتونو کې د وزارت د دويمو واحدونو د با صلاحيته مسؤلينو په ګډو هڅو د يو شمير کورنيو تر منځ له کلنو څخه پاتې شخړې چې تاريخي قدامت يې تر شلو کلنو لوړ وو او له طرفيو پکې څلور تنو ته مرگ ژوبله اوښتې وه حل او په دوستۍ بدلې شوې.

په همدې مناسب په درې مختلفو ناستو کې چې د يادو ولايتونو لسګونه ديني عالمانو او قومي مخورو ګډون کړی وو د سرحدونو، قونومو او قبايلو چارو وزارت مسؤلينو خبرې وکړې ويې ويل زموږ دښمنانان په تيرو څو کلونو کې د افغان واحد ملت د بېلولو او وېشلو هڅې وکړې خو د اسلامي امارت بريا د دښمن ټول شوم پلانونه شنډ کړل او موږ يو ځل بيا د يوه متحد ملت په توګه د امن ژوند پيل کړ نو راځئ چې دا اتحاد او امنيت چې د لکونو ځوانانو د وينو په بيه راغلی وساتو، په خپلو منځونو کې يو بل ته ستونزې جوړې نکړو او د اسلامي اصولو په رڼا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړو.

له اوږدو خبرو وروسته د ياد وزارت مسؤلين او نور ځايي قومي مشران په دې وتونېدل چې پېښې شوې درې بېلا بيلې شخړې حل او ښکېلې غاړې اتحاد او ورورګلوي ته را وبولي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu