په ننګرهار کې د دوو کورنیو پخلاینه 

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۰:۴۵
په ننګرهار کې د دوو کورنیو پخلاینه 

 

 چهار شنبه ۵  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

د ننګرهار ولایت په حصارک او بټي کوټ ولسواليو کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځپلمنځي اختلافاتو او تربګنۍ له وجهې رامنخته شوې شخړه تېره ورځ د یوې ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په منځګړیتوب، حل شوه. 

دغه شخړه چې له امله یې له یوه طرف څخه يوکس وژل شوی، یو تن ژوبل او د دواړو کورنیو ترمنځ یې ډېر جنجالونه رامنځته کړي وو، د سیمه ییزو مخورو، متنفذینو او مسؤلینو په هڅو او منځګړیتوب هواره شوه او دواړوه خواوې پخلاینې ته راضي شوې.

د یادې شخړې د پخلاینې په موخه له طرفینو سره متعددې ناستې وشوې، د علماوو او مسؤلینو له لوري دواړو خواوې بښنې او سولې ته ترغیب او تشویق شول او د طرفینو له قناعت وروسته د دوی ترمنځ د خیر فیصله وشوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu