په ننګرهار ولایت کې ٣٥ کلنه شخړه هواره شوه

khoram_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۸ - ۹:۲۴
خبره

٥/٨/١٤٤٥ هـ ق

د دغې شخړې په ترڅ کې ١١ کسان وژل شوي وو ٥ نور پکې ژوبل شوي وو او پرلپسې درې نیمې لسیزې یې دوام کړی و، چې د حل پر مهال یې د یاد ریاست رئیس ښاغلي رحمت الله غازي عمر، د ننګرهار ولایت د مرستیال والي مولوي سید احمد بنوري او نورو مسؤلینو ګډون کړی وو.

یادې غونډې ته ښاغلي غازي عمر او مرستيال والي په خپلو خبرو کې وویل چې دلته يو اسلامي نظام او شرعي قانون شتون لري چې له مخې یې هر څوک کولای شي خپلې ستونزې او مشکلات ورباندې حل کړي، دوی زياته کړه ښه خبره داده چې هر ډول مشکلاتو ته د رسېدنې په برخه کې له خپلو مشرانو همکاري وغواړي او په خپل منځ کې د ورورولۍ په څېر ژوند وکړي.

په پاي کې دواړه قومونه سره پخلا شول او ډاډ يې څرکند کړ چې له دې وروسته به دواړو لوري د وروڼو په څېر ژوند کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu