په ننګرهار ولایت کې دیارلس کلنه شخړه حل شوه

mobta-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۲۱:۳۰
mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د ننګرهار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هلو ځلو د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ د ډنډ په کلي کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه شخړه حل شوه، په یاده شخړه کې له طرفینو څخه دوه کسان وژل شوي او یو بل تن زخمي شوی و. په دغه غونډه کې د یاد ریاست رئیس قاري رحمت الله غازي عمر، د ولسوالۍ ځینو مسؤلینو، علماء کرامو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. د ناستې په پیل کې د قومي مخورو او علماء کرامو له جملې څو تنو د ښاغلي غازي عمر په مشرۍ له ۱۲ کسیز پلاوي څخه مننه وکړه چې د دریو میاشتو په موده کې یې وکولای شول چې په شخړه کې دواړه ښکېل اړخونه روغې جوړې ته راضي کړي. دوی د یادې ولسوالۍ ټول وګړي ورورګلوي او اتحاد ته را وبلل وروسته د یاد ریاست رئیس قاري رحمت الله غازي عمر د ټولو راغلیو مشرانو څخه مننه وکړه چې د خلکو تر منځ د شخړو په حل کولو کې د هغوی تر څنګ ولاړ دي هغه زیاته کړه: دا ډیر د خوښۍ ځای دی چې د خلکو تر منځ اختلافات له منځه ځي زه له ټولو قومي مشرانو او دیني عالمانو څخه دا هیله لرم چې په دغه ډول مسائلو او د قومونو تر منځ په همغږي راوستلو کې له موږ سره همکاري کوي. د غونډې په پای کې د ټاکل شوي هیئت له لورې پرېکړه واورول شوه. دواړو لورو یې په منلو قناعت وکړ او سره غاړه غړۍ شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu