په ننګرهار ولایت کې  د ۱۱ پروژو چارې  پیل شوې

taqi2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۵
په ننګرهار ولایت کې  د ۱۱ پروژو چارې  پیل شوې

 

چهار شنبه ۱۴۴۷ کال د ربیع الأول۲۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي له یوه پلاوي او سیمه‌ ییزو مسؤلینو سره یو ځای په ننګرهار ولایت کې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د فرمان د تطبیق په موخه د ۱۱ پروژو پرانیسته داسې مهال وکړه چې د سیمې ګڼ شمېر ولسي سپین ږیرو هم حضور درلود. 

د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلي غزنوي د پروژو د مبارکۍ تر څنګ وویل چې د امیرالمؤمنین حفظه‌الله له فرمان سره سم به د ننګرهار په هغو ولسوالیو کې چې ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، د سړکونو، پلونو، پاکو اوبو، کلینیکونو، مدرسو، جوماتونو او استنادي دیوالونو په برخه کې ۴۰ پروژې تطبیق شي، چې له جملې یې د ۷۱ میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۱ پروژو چارې به یې له نن څخه وروسته په رسمي توګه پیل شي.  نوموړي د سیمې له  خلکو  وغوښتل چې د پروژو په تطبیق کې له مسؤلینو سره په ګډه څارنه او همکاري وکړي، تر څو دا پروژې په اساسي او معیاري ډول پلي شي. 

په دغو مراسمو کې مرستیال والي عزیزالله مصطفی هم خبرې وکړې، زیاته یې کړه د اسلامي امارت ټول مسئولین ژمن دي چې په بشپړ صداقت او وفادارۍ سره د خپل هېواد د بیا رغونې او هوساینې لپاره هلې ځلې وکړي. د سیمې خلکو د اسلامي امارت له لوري د دغو پروژو  له عملي کېدو څخه په مننې سره وویل چې د یادو ولسوالیو خلکو په تېرو شلو کلونو کې د خونړي یرغل له کبله سختې ستونزې ګاللې، ځکه مو د اسلامي امارت له مسولینو غوښتنه ده چې دې سیمو ته لا زیاته توجه او پراخ خدمتونه وکړي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu