په ننګرهار ولايت کې یوه شخړه په دوستي بدله شوه

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۱:۵۵
شخړه

د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو په مشرۍ د ځايي قومي مشرانو او ديني علماوو په همکارۍ د ياد ولايت په دره نور ولسوالۍ که د دوو کورنيو تر منځ اوږد مهاله منازعه چې له طرفينو پکې دوه کسه زخميان شوي وو حل او په دوستي بدله شوه.

په همدې مناسبت په جوړه شوې ناسته کې ځايي ديني علماوو او د ياد رياست مسؤلينو د شخړو د ناوړه عواقبو او د پخلاينې د ارزښت په اړه خبرې وکړې ويې ويل چې شخړې په ټولنه کې د بد مرغيو لامل ګرځي نو موږ ته پکار ده چې د شخړو د رامنځته کېدو په صورت کې له زغم او صبر څخه کار واخلو او په حل کولو کې يې له مسؤلو مراجعو څخه د همکاۍ غوښتنه وکړو چې ښه مثال يې د ننۍ شخړې حل ده، په پاي کې د مسؤلينو او مشرانو له خبرو وروسته ياده منازعه حل او دواړه قومونو سره پخلا شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu