په میدان وردګو ولایت کې د قومونو د یووالي او همغږي غونډه

mobta-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۴ - ۲۰:۴
mobta

پنجشنبه شعبان المعظم /۲/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په میدان وردګو ولایت کې د قومونو او خلکو د یووالي او همغږۍ په موخه یوه لویه غونډه جوړه کړه چې پر مهال یې د یاد وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد، مل پلاوي، د یاد ولایت والي، مرستیال والي د ادارو مسؤلینو، سلګونه قومي مشرانو او علماوو ګډون درلود. د غونډې په پيل کې د دغه ولایت د سرحدونو، ق.ق چارو آمر ټولو راغلو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه. وروسته د دیني عالمانو او مشرانو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دا نظام د ولس د سرښندنو له برکته را منځته شوی او له پیل څخه یې د اسلامي شريعت د نافذولو شعار درلود چې هغه ته یې د عمل جامه ور اغوستې ده او له حکومت څخه مو غوښتنه ده چې ولس ته په هره برخه کې ډیر کار وکړي.

mobta

د ولایت مرستیال والي شیر احمد حقاني د دغه ولایت د قومونو د یووالي په اړه ډاډ وړاندې کړ زياته يې کړه چې د دغه ولایت ټول اوسېدونکي په یوه غږ د یووالي پر ټغر را ټول دي. د وزارت د دفتر رئیس شیخ حضرت ولي حقاني: دا یو ډېر قیمتي او ارزښت لرونکی نظام دی، د دې نظام او ازادي لپاره د افغانستان هر وګړي قرباني ورکړې ده، دا د افغانستان د هر وګړي وجیبه ده چې د دې نظام ملاتړ وکړي، او ورسره همکار و اوسي. د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي عابد: وویل موږ د ولس ټولې غوښتنې د حکومت له مسؤلو چارواکو سره په لیکلي ډول شریکوو او ستاسو د ستونزو د حل په موخه هلته ستاسو غږ رسوو. سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري د غونډې ګډونوالو ته وویل: په دې نظام کې د هر چا حق دی او ټولو قربانۍ ورکړې دي دا زموږ او تاسو ټولو هیله وه چې یو خپلواک اسلامي نظام ولرو. زه دا ډاډ درکوم چې د افغانستان اقتصادي وضعیت پایدار دی. که د هیواد ولسونه همداسې د خپل نظام ملاتړ وکړي په ډیر کم وخت کې به مو هیواد خودکفایي ته رسیږي او ستاسو ټولو هره ستونزه د ا.ا.ا له خوا حل کيږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu