په ميدان وردګ ولايت کې د ولسي هوساینې تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

taqi_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۲۱
په ميدان وردګ ولايت کې د ولسي هوساینې تر عنوان لاندې غونډه ترسره شوه

پنجشنبه ۲۸ محرم‌الحرام ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال الحاج مولوي محمد علي جان احمد، د مل پلاوي په مشري د ميدان وردګ ولايت له ولسونو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه ترسره کړه، چې پرمهال يې د ياد ولايت والي، د ولسواليو استازو او ګڼو ولسي خلکو حضور درلود. د غونډې پيل د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس مفتي تسليم الله حقاني وکړ نوموړي ياد وزارت د ولس هوساينې، يووالي او پرمختګ ته ژمن وباله او د ستونزو د حل ښه ادرس يې ياد کړ. قومي مشرانو د ا.ا.ا په کلک ملاتړ سره خپلې شته ستونزې له مسؤلينو سره شرېکې کړې او د حل غوښتنه يې وکړه. دوی افغانستان د جرګو او مرکو کور ياد کړ ويې ويل: دې خاورې ته دې هیڅ څوک هم په کم نظر نه ګوري، دا کور د غیرت، مېړانې، عزت او وقار نښه ده، دلته موږ ډېرې امپراطورۍ راپرځولې دي. ورپسې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي احمد خلک د نظام ملاتړ ته وهڅول ويې ويل: د سرو وینو په قیمت ترلاسه شوی دا نظام، زموږ عزم، وفا او عمل ته لا ډېره اړتيا لري. نوموړي د اسلامي امارت شل کلنې قربانۍ نه يواځې د شرعي نظام د حاکمیت مبارزه وبلله بلکې دا ټولې قربانۍ او ستړیاوې یې هر فرد ته د عدل، تقوا او شرعي حقوقو د ورکړې په خاطر وې. د غونډې په وروستۍ برخه کې د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ رئیس شیخ نیک محمد افغاني وويل: اسلام دا پیغام راکوي، چې عزت په حق وينا، د ظالم پر ضد درېدو او د خپلو خلکو د حقوقو د ساتلو په برکت ترلاسه کېږي، نه د استعمار، استبداد او دروغو په ويلو. نوموړي همدا راز د بدو دودونو په هکله د امیرالمؤمنین شیخ صاحب فرمان هم ولوست او خلک يې د دې فرمان عملي کولو ته راوبلل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۴
Background image

خوست کې د ۷۰ کلنې دښمنۍ پای

چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د خوست ولایت د باک ولسوالي په شمل خېلو سيمه کې د یوې اوږدمهاله شاوخوا اویا کلنې دښمنۍ روغه جوړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۳۲
Background image

((که څوک د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي د شړل شویو اشغالګرو په برخلیک به اخته شي))

 چهار شنبه/۲۸/ شوال/۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت مخورو مشرانو ته د وینا پرمهال وویل، چې دا ولسونه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۵:۲۹
Background image

کاپيسا، ننګرهار او بلخ ولايت کې جلاجلا شخړې حل شوې

چهار شنبه ٢۸ شوال المکرم  ۱۴۴۷

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو د ځايي قومي سپين ږيرو په ملتيا د دغه ولايت په حصه دوهم کوهستان کې د دوو کورنيو ترمنځ د. . .

BACK TO NEWS

User account menu